ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ننګرهار کې د ولسي تړون د ۴ کیلومتره سړک یوه پروژه کې د فساد مخه نیول شوې ده”

“ننګرهار کې د ولسي تړون د ۴ کیلومتره سړک یوه پروژه کې د فساد مخه نیول شوې ده”

author avatar
7 Dec 2020 - 08:48
“ننګرهار کې د ولسي تړون د ۴ کیلومتره سړک یوه پروژه کې د فساد مخه نیول شوې ده”
author avatar
7 Dec 2020 - 08:48

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ٩٩):امېد موسسه وايي، له فساد سره د مبارزې په موخه یې ننګرهار کې د اداري فساد ضد ۳۵ قضیې حل کړي او په کوزکنر ولسوالۍ کې د ولسي تړون د ۴ کیلومتره سړک جوړونې په پروژه کې د فساد مخه هم نيولې ده.

‎د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ډنمارک سفارت په ملاتړ د امید (OMEED) په نوم یوې موسسې د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې له فساد سره د مبارزې لپاره ټولنیز څار کړی چې ګڼې ستونزې یې میندلي او حل کړي دي.

دغې موسسې د خپلو کارونو په اړه یوه راپور پژواک خبري اژانس ته استولی چې په کې راغلي:” یادی موسسی د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې څیړنه ترسره کړیده چی په پایله کی خلک له قانون څخه سم پوهاوی نه لري، د فساد له کړنو بې خبره دي، عامه خدماتو په ټیټ کېفیت ترسره کېږي، د فساد قضیې نه تعقیبیږي او له اداري فساد سره د مبارزې کړنې له سترګو پټیږي داداری فساد دمهمولاملونو په توګه په ګوته شویدی.”

د راپور له مخې، امید موسسې له فساد سره د مبارزې په موخه د کوزکنړ، بهسودو او د ښار په ۷مې، ۵مې، ۴مې او ۳مې حوزو په ګدون په ځینو نورو سیمو کې هم د عامه پوهاوي ۴۷ غونډې کړي، ۵۹ لوبې یې ترسره کړې او د سیمه ایزو ستونزو حل لپاره یې ۵۲ ازاد بحثونه جوړ جوړ کړي دي.

سرچینې لیکلي چې دغې موسسې د اداري فساد او د ټولنې نورو ستونزو په اړه د ظرفیت لوړونې ۶ روزنیز ورکشاپونه هم تنظیم کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د یادو کارونو د ترسره کولو په پایله کې امید موسسې د ځایی حکومتي چارواکو او د ټولنې مشرانو لخوا د اداري فساد پر ضد ۳۵ قضیې حل کړې دي.

سرچینې د یادو قضیو په اړه نور جزئیات ور نه کړل.

د ولسي تړون یوه پروژه کې د فساد مخه نیول شوې ده

په ننګرهار کې د امید موسسې یوه ټولنیز کارکوونکي وحیدالله محمدي پژواک ته وویل چې د یاد پروګرام له لارې یې په کوزکنړ ولسوالۍ کې له فساد سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي ترڅنګ د همغږۍ یوه رضاکارنه شورا جوړه کړې ده.

دی وايي، خلکو ته د عامه پوهاوي لپاره یې د روزنیزو پروګرامونو او سپورټي ټورنمنټونو له لارې ګڼې ستونزې را ټولې کړې چې یوه یې په یاده ولسوالۍ کې د ۴ کیلومټره سړک ستونزه ده.

هغه زیاته کړه چې کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند د ولسي تړون پروګرام له لارې د کوزکنړ ولسوالۍ قلعه ټک سیمې څخه تر شامل او چهار قلعه سیمه کې ۴ کیلومټره سړک چې اصلا پنځه متره پراخوالی لري خو د پروژې پلي کوونکو غوښتل دغه سړک په څلور متره پراخوالی سره ورغوي.

محمدي زیاتوي:”دا ستونزه مو د ولسوالۍ د رضاکارانه شورا سره شریکه کړه، هغوی د ولسوالیو له مسوولینو او وروسته مو ننګرهار کې د ولسي تړون پروګرام له مسوولینو سره خبرې وکړې چې په پایله کې ومنله شوه چې یاد سړک به د پرپوزل مطابق جوړیږي.”

د خیوې ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل وویل، کله چې د سړک له څلور متره پراخوالي خبر شول نو سم له واره یې دغه موضوع له امید موسسې سره شریکه کړه او هغوی ژر حل کړه.

دی وايي:”موږ د امید دفتر څخه ډير منندوی یو چې د فساد پر ضد مبارزه کوي او ستونزو ته لاسرسی پیدا کوي.”

د ډسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره جګړه اوس یوه نړیواله پدیده بلل کېږي، په داسې حال کې چې فساد هر هېواد اغېزمنوي خو اسناد ښیي چې بېوزله خلک له دې پدیدې ډېر زیانمنېږي.

فساد د پراختیايي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو پر وړاندې ګواښ دی، د انساني حقونو د ترپښو لاندې کېدو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او ژوند کیفیت له منځه وړي. همدارنګه جرمونو ته لار برابروي او د انسان د ژوندانه مصئونیت ته خطر پېښوي. دغه راز فساد بې ثباتي او فقر ډېروي او د حساسو هېوادونو په ړنګېدو کې اساسي رول لوبوي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.