ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملي امنيت پکتيا کې د ځانمرګو واسکټونه او نور مهمات ترلاسه کړي”

“ملي امنيت پکتيا کې د ځانمرګو واسکټونه او نور مهمات ترلاسه کړي”

author avatar
8 Dec 2020 - 16:36
“ملي امنيت پکتيا کې د ځانمرګو واسکټونه او نور مهمات ترلاسه کړي”
author avatar
8 Dec 2020 - 16:36

ګردېز (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۹): د پکتيا ولايت د ملي امنيت له خوا په ميرزکې ولسوالۍ کې د ځانمرګو واسکټونو په ګډون د وسله والو طالبانو زياته اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مهماتو په دغه زېرمتون کې بېلابېل ټوپک، ماينونه او مرمۍ وې خو په تړاو يې څوک نه دي نيول شوي.

منګل وايي چې دغه وسلې د پکتيا لپاره د طالبانو د تش په نوم والي اسماعيل اړوند وې او غوښتل يې چې ګردېز ته په رالېږدولو سره ترې په ورانکارو کړنو کې کار واخلي.

هغه زياته کړه، په ترلاسه شوو مهماتو کې ۱۱ بوشکه یي او ۶ ترموزي ماینونه، ۲ د ځانمرګو واسکټونه، د ټانک ضد يو ماین، د ۸۲ ملي متري توپ دوه مرمۍ، ۱۸ د راکټ مرمۍ، ۲ توغندي، ۶ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۶ فشاري ماينونه، ۱۲ د هاوان سرګلولې، ۶ ساده ماينونه، ۳۰ کيلو باروت، يو انګريزي ټوپک او ۱۰ لاسي بمونه شامل دي.

دى وايي، د ملي امنيت ځواکونو د دې وسلو په نيولو سره د ګڼو بې ګناه هېوادوالو ژوند وژغورل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.