ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ملي اردو پر پوستې د موټربم بريد شوى

په غزني کې د ملي اردو پر پوستې د موټربم بريد شوى

author avatar
9 Dec 2020 - 11:05
په غزني کې د ملي اردو پر پوستې د موټربم بريد شوى
author avatar
9 Dec 2020 - 11:05

غزني ښار (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٩): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستې د موټربم بريد له امله درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سيمه کې د ملي اردو پر پوستې د موټربم بريد شوى دى.

دى وايي چې په دې پېښه کې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د سيمې يو اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې لومړى د ډزو غږونه اورېدل شوي او وروسته درنه چاودنه شوې ده.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې وسله والو طالبانو په غزني کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

سرچينه وايي:((لومړى يې بريد شروع کړى، وروسته يې غوښتل چې يو موټربم ته پوستې سره نږدې چاودنه ورکړي خو امنيتي ځواکونو پېژندلى او ډزې يې پرې کړي چې موخې ته نه دى رسېدلى.))

ملي دفاع وزارت زياتوي چې په دغه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.