ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي:  طالبانو بلخ کې اووه پوليس له نیولو وروسته وژلي دي

چارواکي:  طالبانو بلخ کې اووه پوليس له نیولو وروسته وژلي دي

مزارشریف ( پژواک، ۱۹لیندۍ ۹۹): ځایي مسوولین وایي چې طالبانو د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د مزار _ شبرغان لویې لارې ۷ تنه پولیس منسوبین له نیولو وروسته پر ډزو وژلي دي.

د چهاربولک ولسوالۍ ولسوال ذبیح الله زاهد د لیندۍ په ۱۹مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په سلیمانخېلو کلي کې پېښه شوې ده.

د زاهد په خبره، دغه پولیس له څو میاشتنۍ دندې ترسره کولو وروسته بل ځای ته تبدیل شوي وو.

هغه زیاته کړه، کله چې یاد پولیس مزار ښار ته روان وو د چهاربولک ولسوالۍ په سلیمانخېل تپې سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي.

د چهاربولک ولسوال وايي : (( د دې پولیسو د روټیشن وخت وو، مزارښار ته روان وو چې د طالبانو کمین باندې برابر شوي.))

د زاهد په وینا، طالبانو یاد پولیس له ژوندي نیول کېدو لږه موده وروسته پر ډزو وژلي دي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي رفیع الله پژواک ته وویل چې د پېښې په ځای کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه هم رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دې وروستیو اوونیو کې یاده ولسوالۍ کې د جګړې له امله انساني تلفات ډېر شوي دي.

د نوموړي په وينا، څو پورې چې دغه جګړه د خبرو له لارې بنده نه شي، نو همداسې بې رحمانه وژنې به روانې وي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل په دې تړاو د جزيیاتو له ورکولو ډډه وکړه. طالبانو هم تر اوسه د دغې پېښې په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد پژواک ته وویل چې وژل شوي کسان د محلي پولیسو غړي دي او شمېر یې پنځه تنه دی.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.