ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملي امنيت ننګرهار کې د داعش دوه هغه غړي نيولي چې پر صالح يې بريد کې لاس درلود”

“ملي امنيت ننګرهار کې د داعش دوه هغه غړي نيولي چې پر صالح يې بريد کې لاس درلود”

author avatar
10 Dec 2020 - 16:00
“ملي امنيت ننګرهار کې د داعش دوه هغه غړي نيولي چې پر صالح يې بريد کې لاس درلود”
author avatar
10 Dec 2020 - 16:00

جلال اباد (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٩) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د داعش ډلې هغه دوه غړي يې نيولي، چې د ولسمشر پر لومړي مرستيال امرالله صالح او د شينوارو ولسوالۍ په وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دې ولايت د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې مالي او اکمالاتي مسوولين ژوندي نيول شوي دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په نيول شویو کسانو کې د داعش مالي او اکمالاتي مسوول سميع الله مشهور په منصف او غړی یې روح الله مشهور په موسی شامل دي.

دى وايي، نيول شويو کسانو د کونړ ولايت لپاره د داعش د ډلې عمومي مسوول محمد سعيد مشهور په زاهد ته مالي او نور امکانات برابرول.

د والي وياند وويل، نيول شویو کسانو همدا راز د ننګرهار، خوست او کابل ولايتونو لپاره هم اکمالات کول، دوی د ولسمشر په لومړي مرستيال امر الله صالح او د شينوارو ولسوالۍ په وروستيو بريدونو کې هم لاس درلود.

د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې د کابل ښار په تايمني سيمه کې پر امرالله صالح د موټر بم بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د خوږياڼي په وينا، د عملیاتو پر مهال له يادو کسانو څخه يو ميل تومانچه، څلور کړۍ لاسي بمونه او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

داعش ډلې ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند له خيالي کلا سيمې څخه د داعش ډلې دوه غړي نيولي وو.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.