ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکایي ځواکونه وایي، کندهار کې له افغان ځواکونو په دفاع یې پر طالبانو بمبار کړی

امریکایي ځواکونه وایي، کندهار کې له افغان ځواکونو په دفاع یې پر طالبانو بمبار کړی

author avatar
11 Dec 2020 - 20:39
امریکایي ځواکونه وایي، کندهار کې له افغان ځواکونو په دفاع یې پر طالبانو بمبار کړی
author avatar
11 Dec 2020 - 20:39

کندهار (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۹۹): امریکايي ځواکونه وايي، د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یې له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار امنیتي چارواکي هم وايي چې امریکايي ځواکونو په ژیړۍ ولسوالۍ کې هغه مهال پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې د دې ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې یې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

هغوی په دغو هوايي بریدونو کې د ۳۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

خو وسله وال طالبان وايي، امریکايي ځواکونو د دوحې تړون څخه د سرغړونو په دوام په ژیړۍ ولسوالي کې پر غیر جنګي سیمه بمبار کړی او تر ۱۰ پورې ملکي وګړي یې وژلي دي خو امریکايي لوری او افغان امنیتي چارواکي دا خبره ردوي.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ژیړۍ ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ځواب کې یې امریکايي ځواکونو پر هغوی هوايي بریدونه وکړل.

دی وايي، دغه بریدونه د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د هغه تړون له مخې شوي چې د اړتیا پر مهال به امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو دفاع کوي.

نوموړی زیاتوي، د امریکايي ځواکونو په دغو هوايي بریدونو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي.

امنیه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د بهرنیو جنګیالیو په ملتیا پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه پيل کړي چې افغان هوايي او دفاعي ځواکونه یې د فعالې دفاع په چوکاټ کې ځپلو ته دوام ورکوي.

د ده په خبره، وسله والو طالبان په دې جګړه کې ټولګټي بنسټونه، پلونه، سړکونه ورانوي، د مخابراتي شبکو انتنونه په بمونو الوځوي، د ملکي وګړو له کورونو او جوماتونو څخه د پټنځایونو کار اخلي.

په کابل کې د امریکایی ځواکونو ویاند سوني  لګیټ په ټویټر کې لیکلي  چې ددوحې د تړون له مخ  یې له افغان ځواکونو په دفاع دغه برید یی کړی دی.

خو وسله وال طالبان بیا وايي چې امریکايي الوتکو په غیر جنګي سیمه کې بمبار کړی او ۱۰ ملکي وګړي یې وژلي دي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، امریکايي ځواکونو د دوحې له تړون څخه د سرغړونو په دوام تېره شپه د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ په لاکوخېلو سیمه کې په غیر جنګي سیمه بمبار وکړ چې له امله یې د ملکي خلکو ګڼ کورنه ویجاړ شول او تر ۱۰ پورې ملکي وګړي ووژل شول.

هغه دا غیر مسوولانه کړنه بولي او وايي چې دوام یې طالبان غبرګون ته اړویستلی شي چې بیا به یې مسوولیت امریکايي لوري ته راجع وي.

خو امریکايي او افغان امنیتي چارواکي په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو وژل ردوي.

د کندهار میوند، ژیړۍ، پنجوايي او ارغنداب هغه ولسوالۍ دي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سختو جګړو شاهدې دي او زرګونه استوګن یې کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.