ژبه

د اروزګان دهراوود ولسوالۍ یو ځل بیا طالبانو نیولې ده

ترينکوټ  (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٩): ځايي سرچينې وايي چې د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ يو ځل بيا د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.

د دغه ولايت امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه له سختي جګړې وروسته د دهراوود ولسوالۍ بازار، ودانۍ او امنيه قومانداني نیولي دي.

د دغه ولايت يوې باوري امنیتي سرچینې د  لېندۍ په ٢٢مه پژواک اژانس ته وویل، په سیمه کې مېشت ځواکونه د اردو کمپ ته تللي او دولتي ودانۍ يې طالبانو ته پرېيښې ده.

طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د يادونې ده، دغه ولسوالۍ تېره مياشت هم سقوط شوې وه، خو څو ورځې مخکې دولتي ځواکونو بېرته ترې ونیوه.