ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د يوه غړي موټر کې د چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ولسي جرګې د يوه غړي موټر کې د چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
13 Dec 2020 - 11:51
د ولسي جرګې د يوه غړي موټر کې د چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
13 Dec 2020 - 11:51

لومړى تعقيب – کابل (پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۹): د کابل پوليس وايي چې د ١٥حوزې په اړوند سيمه کې د ماين د چاودنې له امله د ولسي جرګې د يوه غړي يو ساتونکى او موټر چلوونکى وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار څه کم اته بجې د کابل ښار د ١٥مه حوزې اړوند د پروان هوټل په سيمه کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي توفيق وحدت په لنډکروزر موټر کې چاودنه وشوه.

د ولسي جرګې غړي توفق وحدت د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې په نننۍ چاودنه کې يې يو ساتونکى او يو موټر چلوونکى وژل شوي، ورور يې او يو ساتونکى يې چې د موټر په شا سيټ کې ناست وو، ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې دى خپله په موټر کې نه و، بلکې ورور يې په کې و.

تراوسه ددغې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.