ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان رسنۍ: ملا منصور  په کراچۍ کې له يوه شرکت سره ځان بيمه کړى و

د پاکستان رسنۍ: ملا منصور  په کراچۍ کې له يوه شرکت سره ځان بيمه کړى و

author avatar
13 Dec 2020 - 11:30
د پاکستان رسنۍ: ملا منصور  په کراچۍ کې له يوه شرکت سره ځان بيمه کړى و
author avatar
13 Dec 2020 - 11:30

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٩) : پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د کراچۍ د بيمې له يوه شرکت سره خپل ځان بيمه کړى و.

ملا منصور چې د طالبانو د لومړي مشر ملا عمر تر مړينې وروسته ددغې ډلې مشر ټاکل شوى و، په ٢٠١٦ زېږديز کال کې په داسې حال کې چې تازه له ايران څخه دپاکستان خاورې ته رااوښتى و، د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي بريد کې و وژل شو.

پاکستانيو رسنيو د هغه تر مړينې وروسته خبر ورکړى و، چې نوموړي د پاکستان په جعلي تذکرې (شناختي کارډ) په کراچۍ کې جايدادونه او ځمکې اخيستې دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان په محکمو کې د هغه د ځمکو او جايدادونو قضيه روانه ده او يو شمېر ځايي چارواکي په دې تور محاکمه کېږي، چې ګوندې له هغه سره يې په دې کار کې همکاري کړې ده.

پاکستانۍ ورځپاڼې (ډان)  د ليندۍ په ٢٣مه، خبر ورکړى چې ملا منصور تر وژل کېدو مخکې د کراچۍ په يوه خصوصي شرکت کې خپل ځان په جعلي شناختي کارډ بيمه کړى و.

سرچينې زياته کړې چې دغه خبره د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې پر مهال را برسېره شوې ده.

په راپور کې راغلي، ددې محکمې پر مهال د بيمې شرکت استازو ددې تاييد وکړ چې ملا منصور له دوى څخه د بيمې پاليسي اخيستې او ځان يې بيمه کړى و.

د ډان اخبار په راپورکې راغلي، ملا منصور په پاکستان کې د ٣٢ ميليونه کلدارو په ارزښت  کورونه او ځمکې اخيستې وې.

په راپور کې راغلي، کله چې دا موضوع په محکمه کې رابرسېره شوه، نو ددې قضيې څېړونکى افسر د (جنرل انشورنس کمپني) له يوه استازي سره محکمې ته وړاندې شو او په دې اړه يې معلومات شريک کړل.

د سرچينې په وينا، په دې معلوماتو کې راغلي چې ملا منصور په ٢٠١٦ کال کې له وژل کېدو مخکې دغه شرکت ته درې لکه پاکستانۍ کلدارې د بيمې قسط ادا کړى و.

خو طالبانو په پاکستان کې د ملا منصور د جايدادونو، کورونو او ځمکو په اړه راپورونه رد کړي دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.