ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ١٤ سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندوز کې ١٤ سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
14 Dec 2020 - 12:00
کندوز کې ١٤ سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
14 Dec 2020 - 12:00

کندوز ښار (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٩): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې لس سرحدي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کندوز ولايتي شورا یوه غړي خليل قاري زاده د لېندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په استامينګ کلي کې د سرحدي ځواکونو پر ټولي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ټولي د قوماندان تورن داوود حکيمي په ګډون لس سرحدي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د امام صاحب د روضې سيمې اوسېدونکي شفيق الله پژواک ته وويل چې تېره شپه په استامينګ سخته جګړه شوې او امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي هم پېښه تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات په ډاګه نه کړل.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په استامينګ کلي د حکومت پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په يادو بريدونو کې ١٧ حکومتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د حکومت ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.