ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کوچيان: د څرځايونو له غصبېدو سره مو مالداري د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده

د ننګرهار کوچيان: د څرځايونو له غصبېدو سره مو مالداري د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده

author avatar
17 Dec 2020 - 16:23
د ننګرهار کوچيان: د څرځايونو له غصبېدو سره مو مالداري د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده
author avatar
17 Dec 2020 - 16:23

جلال اباد (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۹): په ننګرهار کې مېشت کوچيان وايي، روغتيايي او پوهنې برخو کې اسانتياوې ورته نشته او دغه راز د څرځايونو غصب يې مالداري د له منځه تلو له ګواښ سره مخې کړې ده.

د رسمی ارقامو له مخې، په ننګرهار کې لږ تر لږه ۸۰زره کوچي کورنۍ مېشتې دي چې هېڅ يو ماشوم يې زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار جنوب ختيځې څنډې ته د زنګوي په نوم د سيند يوه ټاپو کې شاوخوا څلوېښت کوچي کورنۍ اوسېږي چې له څویم پښته له زده کړو محروم دي.

دا خلک ژمی همدې یاد ځای ته راځي او اوړی د لوګر په دښتو او رغو کې تېروي.

په دې سيمه کې نه د څارويو مړولو څرځايونه پاتې دي، نه هم کوم روغتيايي مرکز تر سترګو کېږي او نه هم د ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره د زده کړو مرکز شته.

په لسګونو کېږديو کې داسې لږې برېښي چې د باران پر مهال دې په کې پراته خلک د سکون احساس وکړي نورې ډېرې يې د باران له ورښت سره سم راڅاڅي.

جمعه ګل سلطان خېل هم د دغه ځای يو اوسېدونکی کوچی دی، وايي، پخوا به د سيند دا غاړه د دوی د اوړي د مالونو څرولو ځايونه و خو اوس په کې زرواکو کورونه جوړ کړي او دوی ته يوازې د کېږديو ځای ور پاتې دی.

هغه زياته کړه چې پخوا به د ننګرهار د ډېرو غرونو لمنې او دښتې د دوی څرځايونه وو خو اوس يا د سيمې خلکو غصب کړي، يا هم زورواکو او يا په کې دولتي پروژې پلې شوې دي.

ګل زمان يو بل کوچی دی چې د روغتيايي اسانتياو له نشتوالي شکايت کوي، هغه وايي، نه کوم ځانګړی کلينيک شته او نه هم ورته ډاکتر راځي چې د دوی درملنه وکړي.

نوموړي زياته کړه، دومره اقتصادي توان هم نه لري چې خپل ناروغان ښار ته بوځي او هلته يې درملنه وکړي.

ظابط د دغه ځای بل اوسېدونکی دی، وايي نه يې نيکونو زده کړې کړې، نه دوی وکړې او اوس يې اولادونه هم همداسې نالوستې رالويېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته نه يو ډانټر (ډاکټر) راځي نه يو کلينيک شته، نه بل شی شته، دې ځای کې موږ اوسېږو، دا مو ژوند دی، دا مو زندګي ده، باران راځي خټې وي، خېمې راڅاڅي.))

په ننګرهار کې د کوچيانو چارو د سمون ادارې مشر نيک محمد ارمان هم مني چې په دغه ولايت کې د کوچيانو ډېر څړځايونه غصب شوي دي، د زده کړو او روغتيا برخو کې يې هم ستونزې تر ډېره نه دي حل شوي.

هغه وويل، د څړځايونو د ستونزې حل لپاره يې د اراضۍ اداره او ښارجوړونې وزارت کار کوي، د پوهنې وزارت هم ورسره ژمنه کړې چې را روان کال به دغو کوچيانو ته ګرځنده ښوونځي جوړوي او د روغتيا وزارت په همکارۍ اوس هم دوه ګرځنده روغتيايي ټيمونه دې ولايت کې کار کوي چې هره مياشت ۵۳ ځايونو ته خدمتونو رسوي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.