ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار: امریکا د افغانستان امنیتی ځواکونو ته د ورسپارل شويو نظامي تجهيزاتو په څارنه کې پاتې راغلې

سیګار: امریکا د افغانستان امنیتی ځواکونو ته د ورسپارل شويو نظامي تجهيزاتو په څارنه کې پاتې راغلې

author avatar
18 Dec 2020 - 11:01
سیګار: امریکا د افغانستان امنیتی ځواکونو ته د ورسپارل شويو نظامي تجهيزاتو په څارنه کې پاتې راغلې
author avatar
18 Dec 2020 - 11:01

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ٩٩): “سیګار” وایي، د امریکا دفاع وزارت د هغو نظامي تجهیزاتو په نظارت کې پاتې راغلی چې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې یې د افغانستان حکومت ته تسلیم کړي او د امریکا حکومت یې باید پلټنه وکړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) پرون راپور خپور کړی چې په کې د امریکا دفاع وزارت له خوا د افغانستان امنیتي قواوو ته د یو لړ کشفي وسایلو، د لایزر په مرسته کنټرولېدونکو بمونو، د شب بینو وسایلو په ګډون ګڼو نورو وسایلو د ورکړې د پروسې او نظارت په اړه پلټنې کړې دي.

د دغه راپور په اساس سیګار وایي، د امریکا حکومت باید له دغو دفاعي تجهیزاتو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې او ګواښونو پلټنه وکړي.

د راپور موندنې ښيي چې افغانستان ته د امنیتي ‌لېږد مشترکې قومندانۍ  CSTC-Aد ځینو امنیتي محدودیتونو له کبله د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۰ کال اپریل میاشتې پورې په دې نه دي توانېدلي چې د لېږدول شويو ۶۰ سلنه یې ارزیابي کړي.

د سیګار په راپور کې راغلي، یادې قومندانۍ له ۱۲۴۸۱ حساسو اجناسو څخه یواځې د ۵۰۸۸ اجناسو موجودي تایید کړې ده چې د ټولو تجهیزاتو ۴۰ سلنه جوړوي.

د افغانستان حکومت ته هر ډول تسلیمېدونکې وسلې او نظامي تجهیزات باید هر کال د امریکایي نظامیانو له خوا وارزول شي ترڅو د کارولو او تسلیمېدو په اړه یې وضاحت موجود وي.

سیګار تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې افغان ځواکونو امریکایي ناظرینو ته د تسلیم شویو ۴۸ شب بینو وسیلو په اړه ویلي و چې له ۴۹ وسیلو څخه یې ۱۹ د دښمن لاس ته ورغلي او ۲۹ نورې یې داغمه شوي او یا هم ورک شوي وو.

د CSTC-A مقاماتو ویلي، دوی هیڅکله هم په افغانستان کې د حساسو نظامي تجهیزاتو ۱۰۰ سلنه موجودي نه ده کړې او نه یې هم تمه لري.

دوی زیاتوي، پر حساسو تجهیزاتو د نظارت پروګرام د افغانستان په څېر هېوادونو کې جنګي چاپېریال لپاره طرحه شوی نه دی.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.