ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه د طالبانو په سیمو کې ۴ زره ښوونځي جوړوي

ملګري ملتونه د طالبانو په سیمو کې ۴ زره ښوونځي جوړوي

author avatar
18 Dec 2020 - 20:24
ملګري ملتونه د طالبانو په سیمو کې ۴ زره ښوونځي جوړوي
author avatar
18 Dec 2020 - 20:24

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۹) : د ملګرو ملتونو د ماشومانو د  ملاتړ صندوق یونیسف وایي چې له طالبانو سره یې د هغوی په سیمو کې د زرګونو ښوونځیو په جوړولو موافقه کړې ده.

د یونیسف د اړیکو مسووله سام مورټ د لیندۍ په ۲۸مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې هر ماشوم د ژوند کولو او خپل راتلونکي په اړه د فکر کولو حق لري.

هغې زیاته کړې، چې په همدې موخه په افغانستان کې د یونیسف دفتر شپه او ورځ کار کوي څو ماشومانو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.

نوموړي ویلي، یونیسف غواړي چې په افغانستان کې څلورو زرو نویو ښوونځیو جوړولو سره ۱۲۰ زرو هغو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي، چې له زده کړو بهر پاتې شوې دي.

بلخوا د بریتانیا ورځپاڼې ګارډین د یونیسف د ښوونې او روزنې د برخې د مسوول

د هغې په وینا، دې ښوونځیو جوړیدو سره به تر ۱۴۰ زره پورې ماشومانو ته دزد ه کړې زمینه برابره شي.

لارینا دیا ویلي چې ، په قطر کې د طالبانو پلاوي سره ددوی د پلاوي دلیدنې پر مهال هغوی ترې ددې ښوونځیو د جوړولو  غوښتنه کړې وه.

نوموړې زیاته کړې چې طالبانو سره په خبرو کې ډیر تمرکز د نجونو پر زده کړه چې تر ابتدایي ټولګیو پورې باید ورکړل شي.

د یونسف د پوهنې د برخې مسوولې ویلي، اوسمهال پلان لري چې دا پروسه د زده کړې لومړیو دریو کلونو پورې تطبیق کړي.

هغې زیاته کړې چې د دې ښوونځیو لګښت د ” د زده کړې لپاره نړیواله همکاري” ادارې لخوا ورکول چې بودیجه یې د امریکا او بریتانیا لخوا ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت څه موده مخکې اعلان کړی و چې په هغو سیمو کې چې حکومت ورته ډیر لاسرسی نه لري، تر دریم ټولګي پورې به زده کړې په جومات کې ورکول کیږي.

یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، چې دا هماغه طرحه ده، چې د یونیسف لخوا به تطبیق شي.

د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې څه دپاسه درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو پاتې دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.