ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

هلمند کې چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
19 Dec 2020 - 14:43
هلمند کې چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
19 Dec 2020 - 14:43

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٩): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې د ملکي خلکو پر ټونس موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ارين تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر محمد زمان همدرد پژواک ته وويل، دغه چاودنه د ملکي وګړو پر کرولا موټر شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو په هلمند کې يوې بلې ځايي سرچينې پژواک ته وويل چې په ياده چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، ډېرى مهال د سړک پر غاړه د خښ شوو ماينونو چاودنو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.