ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال مېلر: طالبان قصداً عامه بنسټونه ویجاړوي

جنرال مېلر: طالبان قصداً عامه بنسټونه ویجاړوي

author avatar
19 Dec 2020 - 14:31
جنرال مېلر: طالبان قصداً عامه بنسټونه ویجاړوي
author avatar
19 Dec 2020 - 14:31

کابل (پژواک، ۲۹ليندۍ ٩٩): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې وسله وال طالبان په قصدي توګه هغه زېربناوې ويجاړوي چې په افغان ولس پورې تړاو لري.

جنرال مېلر دغه څرګندونې په کابل کې له ځینو خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې چې طالبان باید هرو مرو په ټولو برخو کې تاوتریخوالی کم کړي او که چېرې داسې ونه شي، د سولې پروسه به له ګواښ سره مخ شي.

د نوموړي په وينا، څومره چې د تاوتريخوالي کچه لوړېږي، همدومره د سولې پروسې پر وړاندې ګواښونه زياتېږي.

د ناټو قوماندان وويل: ((که چېرې له فرصته ګټه وانه خيستل شي، نو د سولې لپاره رامنځته شوى چانس به ضايع شي.))

هغه د طالبانو له خوا د عامه بنسټونو (سړکونو، پلونه، ودانۍ) پر ويجاړولو کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل چې دا شيان یوازې په افغان ولس پورې تړاو لري.

جنرال مېلر وايي چې دغه زېربناوې له جګړو سره تړاو نه لري، خو طالبان يې په قصدي ډول له منځه وړي.

د نوموړي په وينا، په دې اړه يې پر طالبانو کلکې نيوکې کړې دي ، ځکه چې نړيوالې ټولنې د افغانانو لپاره دا زېربناوې جوړې کړې دي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وويل: ((طالبان له ډېرې مودې راهيسې له تاوتريخوالي د خپل قدرت ښودلو د يوې وسيلې په توګه کار اخلي، خو امريکا د ٢٠٢٠ کال له مارچ مياشتې راهيسې پر دې فشار راوړي چې تاوتريخوالى کم کړي.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان ملي ځواکونه د سولې پروسې لپاره ډېر اړين او مهم دي او بايد همداسې پاتې او وروزل شي.

ده زياته کړې: ((دوى بايد له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي، د دوى په اړه مو په دوامداره توګه خبرې کړې دي.))

جنرال مېلر وايي چې دوى له افغان ځوکونو د جګړې په ډګر کې دفاع کوي او د هوايي ځواک مرسته هم ورسره کوي.

د ناټو قوماندان په داسې حال کې د طالبانو له خوا د زېرباوو ویجاړولو غندنه کوي چې تازه څو ورځې مخکې د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې د هرات – کندهار د لويې لارې يوه برخه ويجاړه شوې ده.

تر دې مخکې په غزني، پکتيا ، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سړکونه، پلونه او عام المنفعه ودانۍ ويجاړې شوې دي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.