ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیسو د الله ګل مجاهد زوی نیولی

author avatar
20 Dec 2020 - 10:45
author avatar
20 Dec 2020 - 10:45

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د کابل پولیس وايي، په ولسي جرګه کې د کابل خلکو د استازي الله ګل مجاهد زوی او ساتونکی یې له یو بې پلېټه زرهي موټر او یو میل بې جوازه کلاشینکوف سره نیولی دی.

د کابل ښار د دوولسمې حوزې امر لومړی څارن اجمل احمدزی وایي، یاد کسان تېره ورځ هغه مهال د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوي چې «په تلاشۍ کې یې په پولیسو مرمۍ تېره کړه.»

ده وویل، په تلاشۍ کې پولیسو له نیول شوو کسانو د اسنادو پوښتنه کړې وه او ترې غوښتې یې وو چې د موټر تورې ښيښې یې سپنې کړي، خو هغوی په غبرګون کې کلاشینکوف ته مرمۍ تېره کړې وه چې وروسته پولیسو ونیول.

دی وایي چې په یاد موټر کې درې کسان وو، خو یو یې تښتېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي دوه یاد کسان د کابل امنیې قومندانۍ د څېړنو ریاست ته سپارل شوي دي.

پژواک دغه موضوع د کابل له امنیې قوندانۍ او الله ګل مجاهد سره شریکه کړه خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

Visits: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.