منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل احمد شاه بابا مېنه کې د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شول

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ١ مرغومى ٩٩) : د کابل ښار په دوولسمه ناحيه کې د يوې چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١٠ بجو او١٥ دقيقو د کابل د دوولسمې ناحيې اړونده د احمدشاه بابا مېنې په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې د پوليسو پر يوه رنجر د چسپکي ماين چاودنه شوې، چې له امله يې يو ملکي وګړى او يو پوليس ټپيان شوي دي.

د نعيم الله په نوم يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې د چاودنې له امله د رنجر موټر ډېره برخه ويجاړه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، ياد رنجر موټر د ملي دفاع وزارت د کوم سلاکار اړونده و چې له امله يې هغه ټپي شوى دى.

د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چانه دى منلى.

د يادونې ده چې پرون ماښام د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند ميرويس ميدان (کوټه سنګي) سيمه کې هم د يوې چاودنې له امله يو تن ووژل شو او بل تن ټپي شوى دى.

تر دې چاودنې څو ساعته مخکې د پنځمې حوزې په خوشحال مېنې سيمه کې موټر بم بريد شوى و، چې له امله يې ١٠ کسان ووژل شول او ٥٢ نور ټپيان شوي وو، چې په ټپيانو کې د ولسي جرګې وکيل حاجي خان محمد وردګ هم شامل و.