ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېک: پوهنې وزارت د نامسلکي ښوونکو ظرفیت لوړونې برخه کې سپارښتنې نه دي پلې کړې

author avatar
22 Dec 2020 - 15:07
author avatar
22 Dec 2020 - 15:07

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۹): د «مېک» کمېټه وایي، د پوهنې وزارت لپاره د دې ادارې له ۱۱۳ سپارښتنو ۷۰ په بشپړ ډول او ۴۰ یو څه پلې شوې، خو د غیر مسلکي ښوونکو وړتیا لوړولو برخه کې سپارښتنې یې نه دي پلې کړې.

له اداري فساد سره د مبارزې څارنې او ارزونې ګډې کمېټې «مېک» د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې د پوهنې وزارت اداري فساد د زیان مننو او نیمګړتیاوو په اړه یو راپور خپور کړی و او په پوهنیز نظام کې یې د اصلاحاتو په موخه یاد وزارت ته ۱۱۳ سپارښتنې کړې وې.

مېک نن په دې اړه خپله ارزونه خپره کړه.

د یادې کمېټې د دارالانشاء مشر میوند روحاني نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې مېک د درېیو کلونو په ترڅ کې د خپلو سپارښتونو پلې کولو وضعیت په دوامداره توګه څارلی دی.

د ده په وینا، پوهنې وزارت د ټولو ۱۱۳ سپارښتونو له ډلې ۷۰ يې په بشپړ ډول پلې کړې، ۴۰ سپارښتنې یې په قسمې ډول پلې کړې او پاتې ۳ سپارښتنې ارشیف شوې دي.

سرچینې د ارشیف شوو سپارښتنو په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې یاد وزارت ته یې په پوهنیز نظام کې اصلاحات، د تمویلوونکو همغږي، خصوصي زده کړې او د وزارت بشري سرچینو په برخه کې سپارښتنې کړې دي.

روحاني وویل، د پوهنې وزارت د کارکوونکو د کړنو او ارزونې لپاره فعال سیستم جوړول، پر زده کړو د خلکو باور او د ملاتړ ترلاسه کولو کچې زیاتېدل، د کانکور ازموینې د یوه واحد بنسټ له خوا اخیستل او نوماندانو ته د ګومارنې طرزالعملونه واضح کول د یادو سپارښتنو د عملي کېدو پایلې دي.

د مېک کمېټې راپورنو د څارنې برخې مشرې معصومې یعقوبې هم په نننۍ ناسته کې وویل چې لوی خنډونه او د فساد خطرونه لا هم شتون لري چې د هېواد د پوهنې پر رسمي سیستم باندې د خلکو باور زیانمنوي.

هغې وویل، د اداري فساد ډېری خطرونه د ښوونکو په روزنه او نصاب جوړولو پورې اړه لري او دې ادارې د غیر مسلکي ښوونکو ظرفیت لوړولو په اړه اووه سپارښتنې وړاندې کړې وې خو د پوهنې وزارت له دغو یوه هم نه ده پلې کړې.

هغې وویل، سربېره پر دې په پوهنه کې د عامه خلکو د ښکېلتیا اړوند سپارښتونو په پلې کولو کې د پوهنې وزارت کړنې د ډاډ وړ نه دي؛ په دې معني چې عام خلک په لویه کچه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د پوهنې په سکتور کې له نورو اصلاحاتو بې خبره او بې برخې پاتې دي.

هغه همدارنګه وویل، د څارنې او ارزونې کمېټه تمه لري چې د پوهنې وزارت خپل اوسني پرمختګونه وساتي او په پوهنیز نظام کې د اړینو اصلاحاتو لپاره د پاتې سپارښتونو پر پلې کولو کار وکړي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مېک له سپارښتنو لنډمهاله او منځمهاله سپارښتنې عملي شوې او اوږدمهاله سپارښتنې یې د پلې کېدو په حال کې دي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.