منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید په وسله وال برید کې ووژل شو

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۳ کتنې

دويم تعقيب- کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): د کابل پولیس وايي، د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه وسله برید کې وژل شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دغه پېښه نن سهار د کابل ښار اوومې حوزې اړوند په چهلستون سيمه کې رامنځته شوه.

ده وویل، په دغه برید کې یوسف رشید وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي دی.

هغه د موټر چلوونکي د روغتیا په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د کابل ښار په دوغ اباد سيمه کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان وو.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.