مزار شريف (پژواک، ٥ مرغومى ٩٩) : د بلخ ولايت د مولانا جلال الدين بلخي له نړيوال هوايي ډګر څخه هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شوه.
د بلخ امنيه قوماندانۍ له خوا د مرغومي په ٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په دغه هوايي ډګر کې دوه کسان نيولي دي.
سرچينې زياته کړې چې د جمعه خان او تاش محمد په نومونو له دغو دوو کسانو څخه ٧٧ کپسولونه چې په کې يې هيروئن ځاي پر ځاى کړي وو، ترلاسه شوي دي.
پوليس وايي چې دغو کسانو دا کپسولونه تېر کړي وو او غوښتل يې چې د خېټې له لارې يې هندوستان ته يې قاچاق کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې روانې دي.