ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې رئيس: لغمان کې د قراردادي ښوونکو په ګوښه کېدو سره د پوهنې بهير ټکنى شوی

author avatar
30 Dec 2020 - 12:13
author avatar
30 Dec 2020 - 12:13

مهترلام (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٩): د لغمان د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د کرونا ويروس خپرېدو له امله په دغه ولايت کې اووه سوه حق الزحمه ښوونکي له دندو ګوښه شوي چې له امله يې د پوهنې بهير ټکنى شوى دى.

بل لور ته د پژواک موندنې ښيي چې په لغمان کې د ٤٦٧٢ استادانو له لوري ٢١٤زره زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي چې هرو ٤٦ زده کوونکو ته د تدريس لپاره يو استاد رسېږي.

د پوهنې وزارت د لايحې له مخې، د دې لپاره چې درسي بهير ټکنى نه شي، د هرو ٣٥ زده کوونکو لپاره بايد يو ښوونکى وګومارل شي.

د اړوندې موضوع په اړه د لغمان پوهنې ريیس عبدالله حمیدي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې اوس مهال په لغمان کې ۲۷۷ ښوونځي دي چې له ډلې یې ۱۲۲ لېسې، ٦١ منځني او ۹۴ لومړني ښوونځي دي.

ده وويل چې په يادو ښوونځيو کې ٢١٤زره کسان زده کړې کوي چې د ٤٦٧٢ ښوونکو له خوا تدريس ورته کيږي.

خو د لغمان د پوهنې رييس وايي چې په افغانستان کې د کرونا ويروس خپرېدو له امله د دوى اووه سوه حق الزحمه ښوونکي له دندو ګوښه کړاى شوي دي.

هغه وايي: ((شاوخوا ۷۰۰ حقه الزحمه استادان مو درلودل چې د معارف له برخې سره یې بشپړه همکاري کوله او د استادانو تشه یې ډکه کړې وه خو دا استادان يې لرې کړي چې ورسره د پوهنې بهير هم ټکنى شوى دى.))

دى زياتوي: ((د استادانو له کمبود سره مخ يو، ان د نظارت کارکوونکو ته مو هم د تدریس چارې ورسپارلې دي.))

د حميدي د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزارت د لايحې له مخې بايد په يوه ټولګي تر ٣٥ پورې زده کوونکي وي خو د استادانو د کمښت له امله دا مهال د لغمان د هر ښوونځي په هر ټولګي شاوخوا ٧٠ زده کوونکي دي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې هر استاد په یوه اوونۍ کې بايد ۲۴ ساعته تدریس ورکړي خو اوس مهال هر استاد په اوونۍ کې ۳۶ ساعته تدریس کوي.

ده وويل: ((دا چاره پر استاد سخت فشار راوړي او ښایي د شاګردانو لپاره یې تدریس هغومره ګټور نه وي.))

حمیدي دا هم وویل چې له شاوخوا شپږو کلونو راهيسې د لغمان د پوهنې برخه د کتابونو له کمښت سره هم مخ ده.

بل لور ته حق الزحمه استادان هم شکايت کوي چې له دندو ګوښه کړاى شوي او دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په لغمان کې د زعفران لومړني ښوونځي حق الزحمه استاد نبي ګل پژواک ته وويل چې په خورا لېوالتيا سره يې د ښوونکي دنده پر مخ بيوله.

هغه وايي: ((متاسفانه د کرونا له کبله له دندې لرې شوم چې له یوې خوا یې زموږ پر اقتصاد هم ناوړه اغېز وکړ او له بل پلوه بیا د زده کړې بهیر هم ټکنی شوى او زموږ د شاوخوا درېیو میاشتو معاش يې هم نه دى راکړى.))

په ورته وخت کې د قرغيو ولسوالي د نهر کريم ښوونځي حق الزحمه استاد موسى جان پژواک ته وويل چې پوهنې وزارت د قرارداد خلاف دوى له دندو ګوښه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ سره يې يو کال قرارداد کړى و، خو کله چې کرونا راغله، موږ يې له دندې ګوښه کړو، حقه الزحمه استادانو د زده کړو بهیر ډېر قوي کړی و خو اوس په لغمان کې د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ دى.))

بل لور ته د قرغیو ولسوالۍ د سلطان ویس بابا ښوونځي یوه برحاله ښوونکي منصور جبارخېل پژواک ته وویل: ((موږ ټوله هفته تدریس کوو چې دا کار یو څه سخت هم دی، هر صنف کې تر ٨٠ پورته شاګردان دي چې دا کار د شاګردانو راتلونکي ته ډېر تاوان کوي.))

له دې ټولو سره سره بیا زده کوونکي هم د استادانو کمښت ته اندېښمن دي او وایي، دغه چاره به د دوی پر راتلونکي منفي اغېز وکړي.

په دې اړه د روښان لېسې یو زده کوونکی خالد وایي: ((موږ په هره هفته کې څو خالي ساعتونه لرو چې استادان په کې صنفونو ته نه راځي، استادان مو کم دي، دغه شته استادان په منظم ډول ټولو صنفونو ته رسېدګي نه شي کولاى.))

د چهارباغ لېسې يوه زده کوونکي احمدشاه وويل: ((هره ورځ خالي ساعتونو زیاتي له زده کړو زړه راتور کړی، شاګردان ډېر دي او استادان کم.))

په ورته وخت کې د پوهنې برخې يو شمېر کارپوهان هم يادې ستونزې جدي بولي او پر هواري يې ټنګار کوي.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد صميم پاچا پژواک ته وويل، دا د خواشينۍ خبره ده چې په يوه ښوونځي کې دې څو ساعتونه هره ورځ خالي وي او د زده کوونکو لپاره دې استادان نه وي.

هغه وايي: ((زموږ د نن شاګردان زموږ د سبا استادان دي، دوى بايد په ښه شکل وروزل شي، هم بايد ورته تدريسي ماحول برابر شي او هم ورته استادان وګومارل شي.))

خو د لغمان د پوهنې رييس عبدالله حميدي بيا وايي چې د يادو ټولو ستونزو په اړه يې د پوهنې وزارت له چارواکو سره خبرې کړې او هغوى يې د حلولو ژمنې کړې دي.

د يادونې ده، د لغمان ترڅنګ په ډېرو نورو ولايتونو کې هم ورته ستونزې شته چې ښوونکي او زده کوونکي يې د حل کېدو غوښتنې کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.