منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۷ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې له دندې لرې کړای شويو حق الزحمه ښوونکو لاريون وکړ

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۹): ننګرهار کې د پوهنې رياست له لوري لرې کړای شويو حق الزحمه ښوونکو د يوه لاريون پرمهال غوښتنه وکړه چې حکومت دې دوی رسمي په ښوونځيو کې مقرر کړي.

دوی وايي، ورسره ژمنه شوې وه چې د اړتيا پرمهال به همدوی رسمي ښوونکي ګومارل کېږي، خو اوس رسمي نه شول او پرځای يې شته دندې ترې هم واخيستل شوې.

دا لاريون کوونکي چې شمېر يې تر ۳۰ کسانو رسېده وايي، د هغو ۱۱۳۰ کسانو استازيتوب کوي چې د جلال اباد ښار سربېره ۲۲ ولسواليو کې د حق الزحمه ښوونکو په توګه يې دندې ترسره کولې.

دا ښوونکي د مرغومي په ۱۰مه د جلال اباد ښار پښتونستان څلور لارې کې د ولايت مقام مخې ته ټول شوي وو او د خپلو ستونزو د حل تر وخته يې ياده سيمه کې پرلت هم پيل کړ.

سيد عارف سادات چې نجم الجهاد لېسه کې يې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د حق الزحمه ښوونکي دنده ترسره کوله وايي، درې مياشتې وړاندې ورته يو ځل مکتوب راغی چې نور ښوونکي نه دي په داسې حال کې چې دوی د کال تر پايه قرارداد درلود او بايد د درېيو مياشتو معاشونه يې هم ورکړل شي.

اميد عرب چې يو بل حق الزحمه ښوونکی دی، وايي، ورسره ژمنه شوې وه چې که هر وخت اړتيا پيدا شوه همدوی به په رسمي دنده پرته له ازموينې ګومارل کېږي خو اوس ورسره دغه ژمنه هم پوره نه شوه.

د بټي کوټ ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې حق الزحمه ښوونکی نورالرحمن وايي، ولايتي اداره دا چاره ځکه کوي چې يو کمپاين يې د رضا کاره ښوونکو پيل کړی او غواړي د دوی پرځای رضاکاره ښوونکي چې ښايي په بشپړه توګه هره ورځ ښوونځي ته لاړ هم نه شي وګوماري.

خو د ننګرهار پوهنې رياست مسوولين وايي، د بوديجې د کمښت له امله د دغو ښوونکو قراردادونه تمديد نه شول.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، پوهنې رياست ډېرې هلې ځلې کړي چې د دوی قرارداد تمديد شي ځکه اړتيا يې ورته موجود وه؛ خو وايي ځکه تمديد نه شول چې پوهنې وزارت د بوديجې له کمښت سره مخ و.

هغه د ښوونکو د رسمي کېدو په تړاو وويل، دوی ژمن دي خو ولسمشر فرمان ورکړی چې د پنځم او شپږم بستونو ګومارنې بايد د ازاد رقابت له لارې ترسره شي نو ځکه دوی پرته له ازموينې نه شي رسمي کېدلای.

دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار کې د دغو حق الزحمه ښوونکو په موجوديت کې هم ۵ زره ښوونکو ته اړتيا وه.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، ټول ولايت کې ۲۳زره ښوونکو ته اړتيا ده خو اوس مهال ۱۸زره ښوونکي پر دنده بوخت دي.