ګردېز (پژواک، ۱۰ جدی ۹۹): د پکتيا ولايت د احمدابا او ګردېز ګڼو ښوونکو په احمدابا ولسوالۍ کې د يوه لاريون پر مهال د ښوونکو د معاشونو زياتېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل، که په دې اړه عملي ګامونه وانه خيستل شي، نور به زده کوونکو ته تدريس ونه کړي.
دوی شکايت کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو او د ښوونکي په ورځ ورسره تکراري ژمنې وشوې، خو نور به پر ژمنو ونه غولېږي او که په دې برخه کې عملي اقدام ونه ويني، ښوونځي به وتړي.
د احمدابا مرکزي لېسې مدير عزيز رحمن انيس وايي چې په اوسني معاش ان د ښوونکو د ژوند لومړنۍ اړتياوې هم نه پوره کېږي، له دې امله نه شي کولای زده کوونکو ته په ښه ډول تدريس وکړي.
انيس وايي: ((د هر مالي کال په پای کې د ښوونکو معاشونو زياتولو خبره مطرح کېږي، خو عملي کېږي نه؛ په دولتي کچه تر ټولو په ټيټه سطحه کې ښوونکی دی، نو څنګه به د هېواد راتلونکی نسل وروزلای شي.))
يو ښوونکی اسماعيل وايي چې د قانون له مخې د دولتي کارکوونکو ترمنځ توپير منع دی، خو زياتوي چې دولت خپله د کارکوونکو ترمنځ د معاش او امکاناتو له اړخه خورا زيات توپير رامنځته کړی دی.
نوموړي پژواک ته وويل: ((د ماليې وزارت د ۶ بست مامور معاش ۱۶زره افغانۍ دی او اضافه کاري هم اخلي، خو زموږ د ۶ بست معاش ۶زره افغانۍ دی، ولې؟ دا د منلو نه دى.))
د پکتيا د ښوونکو د منتخبې شورا مشر رياض علي زوی د ښوونکو د ستونزو حل ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې نه يوازې له ګڼو ژمنو سربېره يې معاشونه نه دي لوړ شوي، بلکې د يوې، يوې نومرې ځمکې ورکولو په اړه هم ورسره تر اوسه دروغجنې ژمنې شوې دي.
علي زوی وويل: ((د معلم معاش بېخي کم دی، په دې معاش په اوسنيو حالاتو کې هېڅ ضرورتونه نه پوره کېږي. کله چې د ښوونکي ذهن د کور او اولاد له ضرورتونو تش نه وي، نو څنګه به امادګي ونيسي او څنګه به تدريس وکولای شي.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.
په دې اړه د پکتيا والي محمد حليم فدايي هم د ښوونکو ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د معاشونو په اړه یې د پرېکړې صلاحيت له مرکز سره دی او دوی هم د هغوی مثبتې پرېکړې ته هيله من دي.
فدايي پژواک ته وويل: ((د ښوونکو نومرو د وېش په اړه اساسي ستونزه دا ده چې په ټول هېواد کې د ځمکو وېشلو لړۍ بنده ده او په دې اړه د ولسمشر او کابينې پرېکړې ته منتظر يو، په دې اړه پر يو خاص طرزالعمل کار روان دى.))
د يادونې ده، پکتیا کې دمګړۍ شاوخوا ۵زره ښوونکي دي چې کابو ۲۶۵زره زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.
Visits: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن