کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۹): د ننګرهار والي وایي، تېره شپه د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د بهرنیانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پر خپله توېټرپاڼه لیکلي، دغه کسان چې «بهرني وسله وال او یو مهم قوماندان» په کې وو، د پچیراګام ولسوالۍ په «ولې ناو» سیمه کې وژل شوي دي.
هغه زیاتوي: «دوی پلان درلود چې پر امنیتي پوستو برید وکړي، خو له برید مخکې د هوایي برید په پایله کې ووژل شول چې جسدونه یې په سیمه کې پاتي دي.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.