منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

جنرال مېلر له افغان پوځي چارواکو سره د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغان پوځي چارواکو سره د امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د مرغومي په ١٣مه، په ټويټر کې ليکل شوي چې جنرال مېلر نن د افغانستان له لوى درستيز جنرال ياسين ضياء، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د ملي دفاع وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل او د ملي امنيت لوى رييس جنرال ضياء سراج سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دغه ليدنه کې د افغانستان وروستي امنيتي حالات او د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د زيات والي پېښې وارزول شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز دواړو لوريو د امنيتي ارګانونو ترمنځ پر همغږۍ هم ټينګار وکړ، څو د سولې لپاره زمينه برابره شي.

دوى دا ليدنه په داسې حال کې کړې چې په هېواد کې د نا امنيو د نورو پېښو ترڅنګ د هدفي وژنو او چسپکي ماينونو چاودنو پېښې زياتې شوې دي.