کابل (پژواک،١٥ مرغومی ۹۹): د لوړو زده کړو وزیر وایي چې د ازبيکي ژبې د ادبياتو زده کړې لپاره به ځوانان بهرنیو هېوادونو ته ولېږي.
د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر دا خبرې نن د مرغومي په ١٥مه، کابل کې د ازبيکي ژبې د رسمیت پېژندنې اوولسم کال په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر، د مصالحې عالي شورا لومړي مرستیال عنایت الله بابر، د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي او نورو چارواکو ګډون کړى وو.
د لوړو زده کړو وزیر وویل، ازبيکي او ترکمني ژبې هغه وخت ژوندۍ پاتې کېدای شي چې په زده کړو بدلې شي.
هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت غواړي چې پوهنتونونو کې د ازبيکي ژبې څانګې جوړې کړي او ازبيکي ژبه باید په علمي ژبه بدله شي .
عباس وويل، هڅه کوي ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د ازبيکي ژبې د ادبیاتو د زده کړې لپاره ولېږي.
د پوهنې وزیرې رنګینې حمیدي وویل، دوه زره ازبيکي ښوونکي لري چې ۴۵ سلنه یې ښځینه ښوونکې دي.
هغې وویل، هڅه کوي د ازبيکي ژبې ښوونکي زیات کړي، څلور سوه زره د ازبيکي ژبې کتابونه یې چاپ کړي او غواړي اووه سوه زره نور په راتلونکي کې چاپ کړي .
همدا راز د مصالحې عالي شورا لومړي مرستیال عنایت الله بابر وویل، د ازبيکي ژبې له رسمیت پېژندنې وروسته په دې ژبه د تعلیم او تألیف حق ورکړل شوى او لیکوالانو پرې ډېر کتابونه لیکلي دي .
د غونډې بل ګډونوال او د پښتو ژبې ليکوال استاد نجیب الله منلي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې چې ازبيکي ژبې ته کوم کار شوی، داسې کار به تېرو پېړیو کې هم دې ژبې ته نه وي شوى .
هغه زياته کړه، یوازې د ارګ په اعلامیو څه نه کیږي او باید د هېواد خلک په درېيمو ژبو تعلیم وکړي.
منلي وويل، خلک باید غوښتنه وکړي چې د دوی ژبې ته په دولتي چارو کې ځای ورکړل شي او هر څوک دې په خپله سیمه کې له ادارو څخه وغواړي چې د دوی په ژبه کار وکړي.
د يادونې ده چې ازبيکي او ترکمني ژبې د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو تخار، کندوز، بلخ، سرپل، جوزجان او فارياب کې ويونکي لري.









