منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۳ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

پوليس: په کندهار کې د وژل شوي پيلوټ قاتل وژل شوی

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۵ کتنې

کندهار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٩): د کندهار امنيه قومانداني وايي چې څو ورځې مخکې د يوه وژل شوي پيلوټ قاتل په ګډون دوه غلچکي بريدګر وژل شوي دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دوه بریدګر چې په کندهار ښار کې یې ګڼې هدفي وژنې کړې وې، د پولیسو تر تعقیب لاندې وو.

دی وايي، پولیسو غوښتل دواړه بریدګر ژوندي ونیسي خو د مقاومت پر مهال ووژل شول.

هغه زیاته کړه، په دغو بریدګرو کې یو یې نورمحمد نومېده چې څو ورځې مخکې یې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو هوايي لوا پیلوټ مسعود اتل او یو شمېر نور امنیتي منسوبین وژلي وو.

د ده په خبره، له وژل شوو بریدګرو ۳ تومانچې او یو موټرسایکل ترلاسه شوي دي.

په کندهار ښار کې د هدفي وژنو لړۍ په دوام په یوه بله پېښه کې نن سهار یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

يوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، وسله والو د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د صالو خان چمن په سیمه کې یو ملکي وګړی وژلی دی.

دغه سرچینه وايي، د وژل شوي وګړي هویت تر اوسه څرګند نه دی.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.