منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۹ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

له سعــودي عربـستان څخه ٣٤٩ افغان بنديان کابل ته ولېږدول شول

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩) : په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي چې له دغه هېواد څخه ٣٤٩ تنه افغان بنديان کابل ته ولېږدول شول.

د سعودي په پلازمېنه رياض کې د افغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى په هڅو او د سعودي عربستان د اړونده ادارې په همکارۍ ياد بنديان پرون کابل ته ولېږدول شول.

سرچينې زياته کړې، دغه افغانان سعودي عربستان ته د عمرې لپاره راغلي وو، خو بيا دلته په غير قانوني توګه استوګن شوي وو.

د افغانستان سفارت وايي چې بيا ياد کسان د سعودي د پوليسو له خوا تر نيول کېدو وروسته د بېلا بېلو سيمو په توقيف خانو کې ساتل کېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د افغانستان د سفارت په هلو ځلو په وړيا توګه په يوه ځانګړې الوتکه کې هېواد ته ولېږدل شول.

د افغانستان سفارت د سعودي له حکومت څخه مننه کړې چې ددغو افغانانو په خوشې کولو او هېواد ته په لېږلو کې يې ورسره مرسته او همکاري کړې ده.

د يادونې ده چې څو مياشتې مخکې هم له سعودي څخه سلګونه افغان بنديان کابل ته لېږدول شوي وو.