ژبه

خوست کې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي

توسط Sail

جنوري 7, 2021 - 4:48 pm

Views: 131

خوست ښار (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩): امنيتي مسوولين وايي، خوست کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او يو پوليس افسر يې ټپي کړی دی.

دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د خوست ښار لوېديځ لور ته د مټه چينې په سيمه کې د پولیسو پر رینجر موټر شوې ده.

د خوست امنيې قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی دى.

بل پلو د ولايتي ملکي روغتون مسوولين هم وايي چې دوی ته د‌ پېښې له ځايه دوه جسدونه ور وړل شوي دي.

د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخيستی.