ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسيون: په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته بايد ډېره پاملرنه وشي

author avatar
8 Jan 2021 - 14:01
author avatar
8 Jan 2021 - 14:01

کابل(پژواک ۱۹ مرغومی ۹۹): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې جګړه د حل لار نه ده او ښکېلې خواوې بايد د ملکي وګړو د ژوند ساتنې ته لومړيتوب ورکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون په هلمند کې د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ياد کميسيون د څېړنو له مخې د مرغومې په ۱۷مه هلمند کې پر طالبانو د یوه هوايي برید له امله د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي.

دغه کمېسیون نن په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې د هلمند په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو یوه هوايي برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د څلورو ښځو په ګډون ۵ کسان ټپیان شوي دي.

یاد کمیسون وايي، جګړه د حل لاره نه ده او هېڅ توجیه هم نه لري خو جنګ د بې ګناه وګړو له قربانۍ، د هېواد له وېجاړۍ او د بشري حقونو نقض پرته بل څه نه دى.

د کمېسیون په وینا: “د جګړې اړخونه باید د تلپاتې اوربند او د تاوتریخوالی د کمولو لپاره د خلکو عادلانه غږ ته ځواب ووايي. د اړخونو لخوا د ملکیانو ساتنه باید لومړۍ موخه وي او هغوی ته ستونزې اړول هېڅکله د منلو نه دي.”

د بشري حقونو کمېسیون په سختو ټکو یاد برید غندي او له حکومت څخه د څېړنو او قربانیانو سره د عدالت تامینېدو غوښتنه کوي.

خو د ملي دفاع وزارت تیره ورځ وویلي و چې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار اړوند بشران سیمه کې د هوايي برید پرمهال ځینو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لورته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې وړمه شپه امريکايي ځواکونو د مرکز لښکرګاه اړوند د بشران په سيمه کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړى دى.

دى هم وايي چې په دغه بريد کې د درېيو ښځو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو امريکايي ځواکونو بيا د قاري يوسف څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې په دې اړه څېړنه کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.