ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ننګرهار کې۳۰ طالب او داعش وسله وال له حکومت سره يوځاى شول”

“په ننګرهار کې۳۰ طالب او داعش وسله وال له حکومت سره يوځاى شول”

author avatar
11 Jan 2021 - 15:52
“په ننګرهار کې۳۰ طالب او داعش وسله وال له حکومت سره يوځاى شول”
author avatar
11 Jan 2021 - 15:52

جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۹): چارواکي وايي چې د ننګرهار د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۳۰ طالب او داعش وسله والو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او له حکومت سره يوځاى شول.

د ځايي چارواکو په وينا، دغو کسانو تر دې وړاندې د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې چې اوس يې د دولت ضد کړنو د نه ترسره کولو ژمنه هم وکړه.

د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه د مرغومي په ۲۲مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ننګرهار کې د ملي امنيت رياست په هڅو د يو سرګروپ په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای او اته داعش وسله وال د خپلو ديرش ميله سپکو او درنو وسلو سره تسليم شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو وسله والو مخالفينو د دې ولايت په هسکې مېنې، خوږياڼو، شينوارو او بټي کوټ ولسواليو کې فعاليت کاوه.

په خبرپاڼه کې د يادو کسانو له قوله راغلي چې نور به دولت ضد کړنې نه ترسره کوي او په خپلو کړنو يې پښېمانتيا څرګنده کړې ده.

دوی چې په خپلو خبرو کې يې خپل فعاليتونه افغان وژنه ياده کړه، وايي، وروسته له هغه ورسره د سولې او دولت ته د تسليمۍ فکر پيدا شو چې مشرانو يې له امريکا سره هوکړه ليک لاسليک او له افغانانو سره يې جګړې ته دوام ورکړ.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه د دغو کسانو د تسليمۍ په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.