ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د لومړي ځل لپاره د پیازو ساتلو ١٩٠ زېرمې جوړې شوې

لغمان کې د لومړي ځل لپاره د پیازو ساتلو ١٩٠ زېرمې جوړې شوې

author avatar
11 Jan 2021 - 10:28
لغمان کې د لومړي ځل لپاره د پیازو ساتلو ١٩٠ زېرمې جوړې شوې
author avatar
11 Jan 2021 - 10:28

مهترلام (پژواک، ٢٢ مرغومی ۹۹): د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې یې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په چوکاټ کې د پیازو ساتلو ١٩٠ زېرمې جوړې کړې دي.

د لغمان د کرنې ریيس انجنیر محمد جمیل خوشحال پژواک اژانس ته وویل چې یادې زېرمې د ولايت پر مرکز مهترلام سربېره قرغه یي، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د پیازو زېرمتونونو جوړولو ټولیز لګښت ۷۲ میلیونه افغانۍ دی چې (د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې) په چوکاټ کې د لغمان د کرنې ریاست له خوا یې چارې ترسره شوې دي.

بلخوا له دغو زېرمو برخمن بزګران د کرنې وزارت د یاد اقدام هرکلی کوي او وایي چې له دې وروسته به دوی زرګونه مټریک ټنه پیاز زېرمه او په مناسب وخت کې به یې بازار ته عرضه کړي.

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د شمټیو کلي اوسېدونکي عبدالقیوم پژواک ته وویل چې دوی به له یادو زېرمو د پیازو ساتلو ترڅنګ د کچالو ساتلو لپاره هم کار واخلي.

ده زیاته کړه: ((هیله من یم چې د پیازو په زېرمه کولو سره د بزګرانو اقتصادي ستونزې ختمې شي.))

په مهترلام کې یوه بزګر واحدالله نیازی وویل چې پیازو ته د زېرمو په جوړولو سره به دوی وکولای شي خپل محصولات تر ډېر وخته پورې وساتي.

د نیازي په وینا، د یادو زېرمو په جوړولو سره یې د پیازو په کښت کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راوستلی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه عنایت الله فریاد پژواک ته وویل چې د یادو زېرمو جوړول ځکه مهم دي چې ګټه یې نغده او ډېره ده.

د هغه په وينا، د پیازو له زېرمو سره به هر بزګر په فصل کې شاوخوا ۷۵ سلنه ګټه ترلاسه کړي.

دى وايي، څومره چې په محصولاتو باندې وخت تېر شي په هماغه اندازه یې قیمت لوړېږي.

د یادولو ده، له لغمان ولایته هر کال زرګونه ټنه پیاز پر پلازمېنې سربېره د هېواد یو شمېر نورو ولایتونوته صادرېږي.

Visits: 87

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.