ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د ملکي مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه

مشرانو جرګې د ملکي مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه

author avatar
12 Jan 2021 - 16:24
مشرانو جرګې د ملکي مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه
author avatar
12 Jan 2021 - 16:24

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د مشرانو جرګې ځیني غړي د هېواد په کچه د بې ګناه خلکو وژل د اندېښنې وړ بولي او په جګړه کې له ښکېلو لورو غواړي چې ملکي کسان دې نه په نښه کوي.

په مشرانو جرګه کې د نیمروز خلکو استازي محمد نادر بلوڅ د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو وژلو ته په اشاره وویل: ((د افغانستان خلکو اوسني قاتلان حکومت، طالبان او امریکا دي، درې واړه په جنایت کې لاس لري، تر کومه به خلک د طالب مشرانو، حکومتي مشرانو او امریکا د ګټو لپاره قرباني ورکوي.))

هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پر طالبان، افغان حکومت او امریکا فشار راوړي چې د خپلو ګټو لپاره بې ګناه خلک نه وژني.

نوموړي په قطر کې بین الافغاني خبرو ته په اشاره وویل: ((په هر ډول چې سوله ټینګه شي، لاسته راوړنې دې په کې خوندي شي، زموږ لپاره مهمه نه ده چې په سر کې یې غني یا هیبت الله او یا بل څوک وي، زموږ لپاره اساسي قانون، لاسته راوړنې او امنیتي ځواکونه مهم دي چې باید وساتل شي.))

په مشرانو جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي امان الله عظیمي وویل، په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او هره ورځ ملکي کسان وژل کېږي.

هغه د ملکي کسانو د وژلو لړۍ بندېدو غوښتنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د بېګناه وګړو له وژلو لاس واخلي.

د مشرانو جرګې دویم نایب د ملګي وګړو د ترور ډېرېدو ته په اشاره طالبانو ته په خطاب کې وویل: ((د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د خلکو له وژلو لاس واخلئ، قدرت ته د رسېدو لپاره له چاودنو او ځانمرګو بریدونو لاس واخلئ، که هر څومره خلک ووژنئ څوک امتیاز نه درکوي او په دې کار سره هېڅکله قدرت ته نه شئ رسېدلای.))

هغه د هېواد په کچه د ملکي وګړو او بېګناه خلکو مرګ ژوبلې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې رویل، طالبان او افغان حکومت دې هڅه وکړي چې د عملیاتو په لړ کې یې ملکي کسانو ته زیان ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د نیمروز سیمه ییزو سرچینو د هوايي بریدو په نتیجه کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو وژل کېدو خبر ورکړ، وروسته ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې په هوايي برید کې د ملکي وګړو د وژلو په اړه څېړنې کوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ملکي وګړو مرګ ژوبله وغندله او ویې ویل: ((د ملکي وګړو وژل او ځورول که د هر لوري له خوا وي، محکوم دي او باید اصلاح شي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو د مشرانو جرګې دریځ روښانه دی، که ملکي وګړي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي وي، موږ له ولسمشره غواړو چې د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د دې پېښې عاملینو ته قانوني جزا ورکړي.))

هغه وايي، په دې وروسیتو کې په نیمروز، هلمند، اروزګان او ځینو نورو ولایتونو په ځانګړې توګه کابل کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او دواړه لوري بلاید د ملګي ګسانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

نوموړي له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ له دوی وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال دقت وکړي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې ځینو غړو وویل، د موقت حکومت رامځته کېدل د لاسته راوړنو د له منځه تلو سبب کېږي او هغه کسان چې د موقت حکومت موضوع یې ګرمه کړې له حکومته خپه دي او خپل موقفونه یې له لاسه ورکړي دي.

دوی یاده اوازه بهرنی پروګرام وباله او ویې ویل، د موقت حکومت جوړېدو موضوع ان د دواړو لورو د پلاوو ترمنځ په خبرو کې هم نه ده مطرح شوې خو ځینو سیاستوالو د خپلو شخصي ګټو لپاره یاده موضوع ګرمه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبې دې جرګې اعلان وکړ، د موقت حکومت جوړېدل د افغانستان په خیر نه دي.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.