ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځوانان: حکومت دې د ضياء ودان قاتلين پيدا کړي

د خوست ځوانان: حکومت دې د ضياء ودان قاتلين پيدا کړي

author avatar
12 Jan 2021 - 17:10
د خوست ځوانان: حکومت دې د ضياء ودان قاتلين پيدا کړي
author avatar
12 Jan 2021 - 17:10

خوست ښار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د خوست لسګونه مدني فعالانو او ځوانانو د چسپکي ماينونو په وسيله د ځنځيري وژنو په غبرګون کې د ولايت مقام دروازه د دولتي مامورينو پرمخ د اعتراض په ډول وتړله.

دوى ويل، ددغو وژنو په ترڅ کې چې تر ډېره د ټولنې بانفوذه کسان په نښه شوي، وروستۍ هغه يې د عامه ساتنې ملي تصدۍ وياند ضياء ودان و، چې له خپلو دوو همکارانو سره يو ځای د کابل په کارته نو کې د ميقناطيسي ماين چاودنه کې ووژل شو.

د خوست دغو مدني فعالانو او ځوانانو د خپل اعتراض پرمهال په حکومت او وسله والو مخالفينو تور پورې کړ، چې ګني د هغوی د شخصي ګټو له امله هره ورځ فعال ځوانان، خبريالان او نور بانفوذه کسان وژل کيږي.

دوی ورته مهال په نيمروز ولايت کې د دوه ورځې وړاندې شوي هوايي بريد غندنه هم وکړه، چې په ترڅ کې يې ۱۸ ملکي وګړي ووژل شول.

د دغې اعتراضيه راټوليندنې يو تن ګډونوال فريدالله قربان وويل په وار وار يې د لاريونونو او اعتراضيه غونډو له لارې په حکومت غږ کړی چې د هدفي وژنو عاملين ونيسي، خو وايي چې تراوسه يې غږ نه دی اورېدل شوی.

ده زياته کړه: ((له بده بخته باید ووایم چې زموږ مرکزي اداره د دې ولس او د ځوانانو غږ نه اوري، دلته هره ورځ زموږ د مبارزو او تکړه ځوانانو جنازې اخیستل کیږي، خو حکومت یوازې غندنو ته ناست دی او بالاخره پرون حکومتي چورلکو په نیمروز کې د یوې کورنۍ ۱۸ کسه بې ګناه غړي هم ووژل، ترڅو به موږ د ولس او ځوانانو دا جنازې اخلو.))

د راټوليدنې بل ګډونوال او د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد نورالله ښاد بیا پر ځوانانو غږ وکړ، چې د روان تاوتریخوالي پروړاندې راپورته شي او په یوه غږ سره له ښکېلو خواوو د جنګ د درېدو غوښتنه وکړي.

هغه وايي: ((زموږ مبارزه هغه وخت رنګ راوړي او غږ به مو اورېدل کیږي چې له کندهاره تر اټکه د ټول ولس غږ یو شي او د دې وژنو پروړاندې کلک ودریږو، که نن د ضياء ودان په ملاتړ په کابل او نورو ځایونو کې ځوانان راټول وای، نو حتما به دا یو لوی غږ و او د یووالي ښکارندويي به یې کوله.))

د نورالله افغان په نوم بل ګډونوال د ضياء ودان د قاتلينو د نيولو ترڅنګ له حکومته غوښتنه وکړه چې په کابل کې د هغو حوزو امرين مجازات کړي، چې د ترهګريزو پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

ده زياته کړه: ((موږ د ضیاء ودان په ویر راټول یو، له مرکزي ادارې مو غوښتنه داده چې لومړى دې د کابل د حوزو  او ناحیو امرین مجازات کړي او بیا دې د ضیاء ودان قاتلین ونیسي او په علني ډول یې محاکمه کړي، څو ولس ته معلومه شي چې څوک و او ولې يې ودان وواژه.))

د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي بيا يادو اعتراض کوونکو سره په ليدنه کې ډاډ ورکړ چې د خوستیو ځوانانو غږ به تر چارواکو او مسوولینو رسوي او د ضياء ودان د مرګ د دقیقې څېړنې غوښتنه به کوي.

دی وايي: ((له بده بخته چې موږ هره ورځ د ودان په څېر ځوانان له لاسه ورکوو، خو دا جنګ پردی جنګ دی، د پردیو د ګټو لپاره روان دی، زه ستاسو سره وعده کوم چې د ودان لپاره د حق غوښتنې او عدالت غږ به زه تر رئیس جمهور پورې رسوم.))

د خوست دا مدني فعالان او ځوانان داسې مهال د خوست ولايت مقام مخې ته د اعتراض په ډول راټولېږي، چې په دې وروستیو کې د خبريالانو او مدني فعالانو وژنو زور اخيستی او مسووليت يې هم څوک پر غاړه نه اخلي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.