ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د داعش درې غړي وژل شوي

جلال اباد ښار کې د داعش درې غړي وژل شوي

author avatar
13 Jan 2021 - 09:20
جلال اباد ښار کې د داعش درې غړي وژل شوي
author avatar
13 Jan 2021 - 09:20

جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې د داعش درې وسله وال وژل شوي او يو شمېر درنې او سپکې وسلې يې امنيتي ځواکونو ترلاسه کړې.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر د مرغومي په ۲۴مه پژواک اژانس ته تاييد کړه چې دا نښته تېره شپه د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند باګراميو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نښته وروسته له هغه پيل شوه چې ځانګړو ځواکونو په سيمه کې پر هغه کور عمليات وکړل چې داعش وسله وال په کې ځای پر ځای وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نښته کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د داعش درې وسله وال د نښتې پر مهال ووژل شول.

سرچينه وايي، د پېښې له ځايه امنيتي ځواکونو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د رسنيو دفتر خبرپاڼه کې راغلي: ((درې ميله کلاشينکوفونه او ۱۸ شاژورونه، يو  RPG7راکټ له څلورو مرميو سره، ۵ لاسي بمونه، دوه موټر، يوه هندي ريکشا، يو لب ټاپ کمپيوټر، ۳ مبايلونه، يو هارډسک او لس متره ثانيه سوز لين ترلاسه شوي.))

د يو بل خبر له مخې، ننګرهار کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال له يو بل تن سره نيولی دی.

د صفر دوه قطعه په نوم دغو ځواکونو په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه عملیات یې تېره شپه د مومندرې په باسول سيمه کې ترسره کړي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېر ماښام شاوخوا ۶ بجې د هوايي بريد په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې غړي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

داعش او طالب وسله والو د یادو پېښو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

Visits: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.