ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم شو

کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم شو

author avatar
14 Jan 2021 - 18:56
کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم شو
author avatar
14 Jan 2021 - 18:56

کابل (پژواک ۲۵ مرغومی ۹۹): لویه څارنوالي وايي، کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري اصلي تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم او د پنځو نورو د نیولو قرار صادر شو.

له دې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر پنځمه دوه مېرمنې د کاپیسا صیاد سیمې ته د سیاحت لپاره تللې وې، چې هلته لومړی اختطاف او وروسته پرې ډله ييز جنسي تېری وشو. هغه مهال د کشفي او امنیتي ځواکونو له خوا شپږ تنه په قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.

سرچينه زياتوي، د دغو کسانو له ډلې یو تن د فاضل په نوم د متضررو نجونو له لوري د څارنوالۍ د تحقیقاتو په صف‌لاین کې د اصلي تورن په توګه وپېژندل شو او په قضیه کې د پنځو نورو تورنو په هکله د نه لاس لرلو له کبله د جزایي دعوا د عدم لزوم قرار (حفظ) صادر شو.

سرچينه کاږي، قضیه د عدالت د تأمین او پر وخت د رسیدګۍ او د لا تحقیقاتو په موخه مرکز ته د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست ته ولېږل شوه.

لويه څارنوالي وايي، د قضيې موظف څارنوال د اسنادو، شواهدو او د تحقیقاتو تر بشپړولو او د اتهامنامې تر ترتیبولو وروسته د اتو الزامونو په ترتیبولو سره تورن ته له محکمې څخه د درنې جزا غوښتنه وکړه. فاضل د دغې قضيې اصلي تورن پېژندل شوی و، چې د کابل دویمې امنیتي حوزې ابتدایه محکمې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو ته د رسیدګۍ دیوان له خوا د اختطاف په جرم پر ۱۵ کاله او د جنسي تېري په جرم پر ۱۷ کاله بند محکوم شو.

سرچينه زياتوي، د څارنوالۍ د تحقیقاتو په پایله کې پنځه نور کسان هر یو ګل رحمن، راشد، فواد، خیبر او نعیم د دې قضيې جرمي شریکان پېژندل شوي او د نیولو قرار يې کشفي او امنیتي ادارو ته سپارل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې استیناف څارنوالۍ د ابتدایه محکمې پر پرېکړې قناعت نه دی کړی او په را روان محاکماتي پړاو کې يې تورنو ته د زیاتې سزا غوښتنه کړې ده.

لويه څارنوالي وايي، دې ادارې په ټول هېواد کې په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوه زره او ۹۹۰ قضيې څېړلې، چې له ډلې يې ۲۵۹ قضيې د جنسي تېري په تړاو دي.

Visits: 271

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.