ژبه

کابل ښار کې چاودنې درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک،  ۲۷ مرغومی ۹۹):  پولیس وایي چې د کابل پوهنتون پر سړک د کابل امنیې قوماندانۍ پر یوه موټر د ماین چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چی دغه چاودنه نن سهار نهه بجې او ۱۵ دقیقې د درېیمې ناحیې اړند د پوهنتون پر سړک شوې ده.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

ورته موضوع