ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موندنه: د شیخ زايد پوهنتون کدري روغتون په فعالولو کې مسوولين ناغېړي کوي

موندنه: د شیخ زايد پوهنتون کدري روغتون په فعالولو کې مسوولين ناغېړي کوي

author avatar
17 Jan 2021 - 16:06
موندنه: د شیخ زايد پوهنتون کدري روغتون په فعالولو کې مسوولين ناغېړي کوي
author avatar
17 Jan 2021 - 16:06

خوست ښار (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې په خوست کې د شېخ زايد پوهنتون کدري روغتون پر جوړېدو او بيا ترميم څه باندې ١،١ ميليون ډالر لګول شوي خو د ١١ کلونو په تېرېدو سره لا هم دغه روغتون د ګټې اخيستنې نه دی شوی.

بل لور ته د خوست شيخ زايد پوهنتون يو شمېر استادان او محصلين وايي چې د دغه پوهنتون اړوند جوړ شوی کدري روغتون د شاوخوا ۱۱ کلونو په تېريدو سره لا هم نه دی فعال شوی.

دوی اندېښنه څرګندوي او وايي چې که دا روغتون ژر فعال نه شي، ښايي د متحده عربي اماراتو له خوا دغه روغتون ته د مرستې په ډول ورکړل شوي طبي وسايل هم له کاره ولوېږي.

د یاد روغتون ودانۍ له نن څخه شاوخوا يوولس کاله وړاندې د افغان دولت له خوا د  ۸سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې د تل خونې په ګډون څلور پوړونه لري.

هغه معلومات چې پژواک ترلاسه کړي، ۲۰۱۸ ميلادي کال کې يو ځل بيا د شيخ زايد فاونډېشن له خوا له شيخ زايد پوهنتون سره د مرسته شوو پيسو ۳۲۰زره ډالر د دې ودانۍ په ترميم لګول شوي چې ټولټال يو ميليون او ۱۲۰زره امريکايي ډالر کېږي.

خو د شیخ زايد پوهنتون رياست له خوا چاپېدونکي مهالنۍ مجله کې بيا د دغه روغتون د ترميم لګښت ۳۴۸زره امريکايي ډالر ښودل شوی دى.

همهاله، دغه تدريسي روغتون ته د ۲۰۱۸ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې د متحده عربي اماراتو له خوا د ۷ ميليونه ۹۷۰زرو ډالرو په ارزښت ۲۲ کانټينره طبي وسايل هم تسليم شوي دي.

د مسوولينو په وينا، په دغو طبي وسايلو کې ځيني داسې پرمختللي ماشينونه هم موجود دي چې د هېواد ګوتو په شمېر روغتونونو کې شته، خو تر دې دمه ترې هېڅ ګټه نه ده اخيستل شوې.

دا چې له يادو طبي وسايلو او په ټوله کې دغه تدريسي روغتون ولې نه دی فعال شوی، په تړاو يې د دغه روغتون مشر ډاکټر تاج ملوک صميم وايي يواځينی ستونزه چې د دغه روغتون د فعالولو پروړاندې د کافي بوديجې نه موجوديت دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل يواځې د بستر ناروغانو لومړنيو خدماتو لپاره د کال ۲۴ ميليونه افغانۍ بودجه په کار ده، خو د تخصصي روغتيايي خدماتو په ترسره کولو سره دغه رقم له لس چنده هم اوړي.

دی وايي: “دغه کدري روغتون د دولت له لوايحو سره سم بايد اول له ۵۰ بسترو څخه پيل شي. لوړو زده کړو وزارت تر اوسه هېڅ بودجه موږ ته نه ده راکړې، په اول سر کې بايد د روغتون فعالولو لپاره ۲ سوه ميليونه افغانۍ ولرو، داسې خو نه کېږي چې يوه پيل شي، يوه ورځ وروسته بېرته ودرېږي. دوامداره بودجه باید دوامداره د پنځو کالو لپاره موږ ته په نظر کې ونيسي چې تاسو په اول کال کې دومره بودجه لرئ او راتلونکو کلونو کې دومره.”

ډاکټر تاج ملوک صميم د اېم ار ای، سټي سکېن، انجيو ګرافي، پي سي ار او د نورو پرمختللو طبي وسايلو په اړه چې ۵۱۲ قلمه دي، هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، که دا ماشينونه ژر په  فعاليت وانه چول شي، ښايي له کاره ولوېږي.

نوموړي همدا ډول وويل، د دغه روغتون لپاره جوړه شوې ودانۍ هم په معيار نه ده برابره او د برېښنا مزي چې د ودانۍ دننه غځېدلي، د وارداتي برېښنا د لېږد توان نه لري او له سره لاين کارۍ ته اړتيا لري.

هغه زياتوي: “د تعمير په اړه که خبره وکړو بېخي بې سټنډرډ دی، تشنابونه ټول وران شول او له سره ترميم شول، اوس هم د ځينو کارونه پاتې دي، د برق سيستم ټول خراب دی، پيشنهاد مو کړی پوهنتون ته لاين کاري يې بايد له سره وشي او دا موجوده لاين کاري د دې لپاره کفايت نه کوي.”

د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي ريیس ډاکټر عبدالله قادري هم پژواک خبري اژانس ته وويل، د محصلينو عملي زده کړو او د طب پوهنځي استادانو د تحقيق لپاره د دغه روغتون فعالول ډېر مهم دي.

هغه وويل، څومره محصلين چې تر دې دمه د طب له پوهنځي فارغ شوي، يواځې نظري زده کړې يې ترسره کړې او له فراغت وروسته په ډېر مشکل سره ورته د ستاژ په دوره کې د عملي کار زمينه برابره شوې ده.

دی زياتوي: “که دا روغتون فعال نه شي، اندېښنه مو دا ده چې د طبابت ارزښت ورسره ورځ تر بلې کمېږي او هغه کواليټي چې د طب يو محصل يې بايد ولري، وروسته راځي. بل هغه استادان چې په خارج کې يې د لکونو ډالرو په ارزښت د طب په برخه کې ماسټري او پي اېچ ډي کړې، د روغتون د فعالېدو او د عملي موجوديت له امله يې ترې هرڅه هېرېږي.”

د پوهنتون مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه روغتون ته ۵۳ کسان تشکيل منظور شوی چې ۳۹ يې پر دندو ګورمال شوي چې له ډلې یې ۱۹ متخصصين او شل اداري کارکوونکي دي.

هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، ښيي چې یاد کسان په ۱۳۹۰، ۱۳۹۲، ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ هجري لمريز کلونو کې پر دندو مقرر شوي دي.

که څه هم د پوهنتون ادارې په دې اړه رسمي ارقام پژواک نه شريکول، خو د ځينو تخميني ارقامو له مخې، تر دې دمه دغو کسانو ته د رتبو او بستونو ته په کتو سره د افغانستان لوړو زده کړو وزارت له لوري لسګونه ميليونه افغانۍ د معاش په ډول لېږدول شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د طب پوهنځي څلورم کال يوه محصل شېر اوازخان پژواک اژانس ته وويل، کدري روغتون څو ځلې په نمايشي ډول پرانيستل شو، خو د محصلينو د عملي زده کړو لپاره په کې هېڅ زمينه نه ده برابره شوې.

هغه وايي: “دولت، مسوولو چارواکو او ادارو څخه جداً دا غوښتنه کوو، بار بار مو کړې هم ده څو ورته لازمه توجه وکړي. مسوولين يې برېښنا او بودجې ته پاملرنه وکړي او د ولس په اګاهۍ کې خپل رول اجرا کړي؛ ځکه ولس لا هم دقيقاً خبر نه دی، دا روغتون دی او د روغتيايي مشکلاتو د حل په موخه جوړ شوی دی.”

په ورته مهال، د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي يوه استاد ډاکټر ګل نواز بيا له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د دې ټولو ستونزو لامل د پوهنتون په رهبرۍ کې بولي.

هغه وويل، څه ډول چې په کار ده، د شيخ زايد پوهنتون موجوده رهبري د کدري روغتون فعالولو په برخه کې هڅې نه دي کړې او اندېښه يې څرګنده کړه، که حالت همداسې روان وي، ښايي پاتې طبي وسايل چې متحده عربي اماراتو په دوو پړاوونو کې دغه روغتون ته تسليم کړي، هم له لاسه ورکړي.

نوموړي زياته کړه: “له دغو ستونزو د راوتلو لپاره د شيخ زايد پوهنتون په مشرتابه کې اساسي بدلون ته ضرورت دی، په دې ارتباط باندې موږ خپلې اندېښنې د استادانو په شکل سره هم له وزير صاحب سره شريکې کړې دي او هم مو له وکيلانو سره شريکې کړې دي، مګر تر اوسه له دغه بن بست څخه د راوتلو لپاره وزارت هم هغه څه چې ژمنه يې کړې ده، پاتې راغلی دی.”

د دې ترڅنګ مدني فعال ډاکتر عبدالجبار جبارخېل هم پژواک اژانس ته وويل چې د شيخ زايد پوهنتون موجوده رهبري د کدري روغتون په فعالولو کې پاتې راغلې او هغه ډول هڅې يې نه دي کړې، څه ډول چې لازمه ده.

دی زياتوي: “د پوهنتون رهبري رښتيا هم بې کفايته ده، په دې اړه يې پوره هلې ځلې نه دي کړې، که يې کړې وای موږ به هم خبر وای چې يا يې وکيلان، مدني فعالان او يا د خوست نور بانفوذه مشران يې وزارت ته ځان سره بیولي وای او دا خبره يې کړې وای چې موږ خپلې هلې ځلې کړې خو وزارت يې نه کوي. وزارت نه کولو ته خو بيا موږ د وکيلانو له طريقه نورې لارې پيدا کولی شوې، اصلاً د پوهنتون رهبري کې ډېره ستونزه ده.”

د خوست  ولايتي شورا غړي نورشاه نوراني هم له پژواک سره خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه، که چېرې په لنډ وخت کې دغه روغتون فعال نه شي، ښايي هغه پرمختللي طبي وسايل چې دغه روغتون ته ورکړل شوي، له کاره ولوېږي.

هغه د پوهنتون رياست ترڅنګ د لوړو زده کړو له وزارت غوښتنه وکړه چې د یاد روغتون په فعالولو کې جدي هڅې وکړي.

ده زياته کړه: “له اړوند وزارته مو غوښتنه دا ده چې د طبي وسايلو او ترڅنګ یې د کدري روغتون فعالولو لپاره بودجه پيدا کړي او کسان دې موږ ته وروزي، څو زموږ محصلين د عملي زده کړو ترڅنګ د ستاژ دوره په کې ترسره کړي.” د دې ترڅنګ پژواک داسې اسناد هم ترلاسه کړي چې څه موده وړاندې له دغه روغتون څخه د يو کانټينر طبي وسايلو ورکېدو خبر په کې ذکر شوی چې وروسته بيا د ترانسپورت مديريت له خوا یې د نيول کېدو په کې ويل شوي دي.

په همدې تړاو په ۱۳۹۷ لمريز کال د پارلماني او تقنيني چارو رياست، د خوست استيناف څارنوالۍ رياست او د خوست ولايت مقام د بېلابېلو استعلامونو په ترڅ کې له شيخ زايد پوهنتون څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

پژواک د دې موضوع او همدا ډول د کدري روغتون نه فعالېدو په اړه د شيخ زايد پوهنتون د رييس حسين ګل اريوبي او د هغه له اداري او علمي مرستيالانو د نظر اخيستو لپاره دوه اوونۍ انتظار وکړ، خو بيا يې هم معلومات ور نه کړل.

پر دې سربېره د پوهنتون رييس حسين ګل اريوبي خوست کې د پژواک خبريال ته مخامخ په ډېره تونده ژبه ويلي چې د دې موضوع په اړه هېڅکله معلومات نه ورکوي.

د خوست پوهنتون د رييس د يادو څرګندونو په اړه اطلاعاتو د لاسرسي کمېسيون يو مکتوب د لوړو زده کړو وزارت ته هم استولى خو تر اوسه يې په اړه بېرته ځواب نه دى ورکړى.

بلخوا د خوست والي وياند طالب منګل بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، د کدري روغتون په بشپړ ډول فعالول او ستونزو ته يې رسېدنه د ولايتي ادارې له لومړيتوبونو څخه دی.

هغه زياته کړه: “کدري روغتون يوې بررسۍ ته اړتيا لري څو موږ دغه روغتون ټولې چارې په اساسي توګه باندې بررسي کړو او په هغو برخو کې چې اړتيا يې ليدل کېږي، د بشپړ ډول فعالولو لپاره يې اقدامات ترسره کړو.”

له دې ټولو سره سره د شيخ زايد پوهنتون کدري روغتون هغه ځانګړی کوډ چې د عامې روغتيا له وزارت څخه پرته له کوم مالي لګښته د خارجي ډونرانو د مرستو راجلبولو په خاطر د اړوند رياست له طريقه اخيستل کېږي، هم نه لري.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم پژواک سره خبرو کې ومنله چې تر اوسه د شيخ زايد پوهنتون رياست ورڅخه د کوډ او همدا ډول دغه روغتون د واکسين د مرکز فعالولو په اړه رسمي غوښتنه نه ده کړې.

هغه وويل، دا دواړه هغه برخې دي چې که د پوهنتون مسوولين وغواړي په ډېر کم وخت يې ترلاسه کولای شي.

پايله:

له ترلاسه شوو اسنادو او يادو څرګندونو داسې جوتېږي چې د ياد روغتون په فعالولو کې د فساد ترڅنګ اړوند مسوولين ناغېړي هم کوي چې له امله يې د شيخ زايد پوهنتون د طب محصلين له عملي کار کولو څخه پاتې دي او وايي چې يواځې نظري زده کړې ورته ډېرې ګټورې نه دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 483

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.