ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان پوهنې رییس او تر لاس لاندې درې مدیران یې څارنوالۍ ته معرفي شول

د پروان پوهنې رییس او تر لاس لاندې درې مدیران یې څارنوالۍ ته معرفي شول

author avatar
17 Jan 2021 - 12:05
د پروان پوهنې رییس او تر لاس لاندې درې مدیران یې څارنوالۍ ته معرفي شول
author avatar
17 Jan 2021 - 12:05

چاریکار (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۹): د پروان پوهنې رییس عبدالظهور حکیم او تر لاس لاندې درې مدیران یې په اداري فساد کې لاس لرلو او له خپل واکه د ناوړه ګټې اخیستلو په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د پروان والي فضل الدین عیار د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د پروان پوهنې رییس د «قراردادونو، د دفتر د داخلي موضوعاتو او استادانو د ستونزو» په تور د کشفي بنسټونو له خوا څارنوالۍ ته ور معرفي شوی دی.

د پروان والي د دغه ولایت پوهنې په ریاست کې ستونزې تایید کړې او زیاته یې کړه چې د کشفي بنسټونو راپور هم د یادو ستونزو موجودیت په اړه دی خو هغه یادې ستونزې نه په ډاګه کوي.

د پروان ولایت د پوهنې ریاست کې یوه کره سرچینه وایي چې د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم ترڅنګ د دغه ریاست د مالي، تدارکاتي او بشري سرچینو مدیران هم څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د پروان د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم څارنوالۍ ته د هغه ور پېژندل د ځان په اړه دسیسه بولي.

هغه وایي، د قرنطین په ورځو کې د اضافه کارۍ امتیاز او سون توکو او قرطاسیو قرادادونو اخیستل، په داسې حال کې څارنوالۍ ته د ده او د نوموړي تر لاس لاندې درېیو مدیرانو د معرفي کولو لامل بلل شوي چې دغه تړونونه د ولایت له لوري تایید او وروسته له منځه وړل شوي وو.

ومو غوښتل په دې اړه د پروان استيناف څارنوالۍ نظر هم ولرو، خو د دې ادارې چارواکي د یادې موضوع په اړه د نظر څرګندول له وخت مخکې بولي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.