ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د لوګر مرکز کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي

سرچينه: د لوګر مرکز کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي

author avatar
18 Jan 2021 - 17:56
سرچينه: د لوګر مرکز کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي
author avatar
18 Jan 2021 - 17:56

پل علم (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي، د لوګر په مرکز پل علم کې د ملي امنيت دوه کارکونکي چې وروڼه وو پر ډزو وژل شوي دي.

په لوګر کې يوې حکومتي سرچينې د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته وسله والو په پل علم ښار کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي پر ډزو وژلي دي.

هغه زياته کړه: ((د ملي امنيت دغه دوه وژل شوي کارکوونکي يو يې سيد فرهاد او بل سيد ميرويس نومېده چې دواړه وروڼه هم وو.))

د پېښې يو تن عيني شاهد عبدالله پژواک ته وويل چې دوه تنه موټرسايکل سپرو پر دوو کسانو ډزې وکړې او خپله له سيمې وتښتېدل.

هغه وايي چې په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.