ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزارشریف ښاریان غلاوو او نا امنیو ډېرېدو اندېښمن کړي

د مزارشریف ښاریان غلاوو او نا امنیو ډېرېدو اندېښمن کړي

author avatar
20 Jan 2021 - 15:55
د مزارشریف ښاریان غلاوو او نا امنیو ډېرېدو اندېښمن کړي
author avatar
20 Jan 2021 - 15:55

مزارشريف (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې د جنايي جرمونو، غلاوو او تښتونو په ډېرېدو سره يې ژوند تريخ شوی دی.

دوی د بلخ سيمه ييز چارواکي تورنوي چې د وضعيت په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.

يو شمېر قومي مشران او مدني فعالان هم وايي چې مزارښار کې روان وضعيت له زغمه وتلی دی.

خو د بلخ ولايت مقام بيا وايي چې د جرمونو مخنيوي لپاره يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

شاهنشاه مندوزی د مزارشريف اوسېدونکی دی چې تېره اوونۍ يې يو وراره د مزارښار نهمې ناحيې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.

نوموړی چې له لسګونو قومي مشرانو سره يو ځای د بلخ ولايتي شورا ته د عدالت غوښتنې په موخه ورغلی وو، پژواک ته يې وويل چې قاتلين يې ازاد ګرځي.

هغه زياتوي چې وراره يې تېره اوونۍ په مزارښار کې له يوه بل کس سره له لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.

د شاهنشاه په خبره، د بلخ محلي ادارې تر اوسه د دې پېښې په تړاو داسې ګامونه نه دي پورته کړي چې له مخې يې حق حقدار ته ورسېږي.

هغه وويل: ((په ښکاره ډول يې وراره راته وواژه او يو زوی يې راته بندي کړی دی، خو متاسفانه چې قاتلين ازاد ګرځي، موږ نه پوهېږو چې چاته وژاړو.))

د بلخ قومي مشر محمد ظاهر پژواک ته وويل چې حکومت بايد په مزارښار کې د جنايي پېښو د زياتوالي موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه چې په ښار کې بايد د نا مسووله وسله والو د ګرځېدو مخنيوی وشي او بې وسلې کړای شي.

ياد قومي مشر په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د جنايي جرمونو په تور نيول شويو مجرمينو سره هم بايد جدي او قانوني چلند وشي.

نوموړي وويل: ((عدالت بايد پلی شي او د زورواکو مخنيوي لپاره دې په مساويانه ډول اقدامات وشي، داسې نو نه کېږي چې زوراور دې ازاد ګرځي او غريبان دې زندانونو کې وي)).

د هغه په وينا، پوليس بايد خپلو دندو ته متوجه و اوسي او له ټولو سياسي تړاوونو هاخوا بايد قانون ماتوونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د بلخ ټولنيز او مدني فعال ډاکټر غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل چې په مزارښار کې د جنايي جرمونو، غلاوو او تښتونو قضيې لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د هغه په خبره، پوليس او امنيتي ارګانونه د وضعيت په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.

ډاکټر ملکزی زياتوي چې د خلکو له اعتراضونو سره سره بيا هم د ښار امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړی هم د ناقانونه وسله والو پراخ شتون، مزار ښار کې د جرايمو زتېدو تر ټولو لوی عامل يادوي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت سيمه ييزې ادارې د جنايي جرمونو مخنيوي برخه کې موثر اقدامات کړي دي.

نوموړي د مزارښار نهمې ناحيې مربوطاتو کې د تېرې اونۍ جنايي پېښې ته په اشارې وويل چې وژل شوی کس وسله وال غل وو.

هغه زياته کړه چې په دې تړاو د بلخ له امنيتي ارګانونو سره بشپړ اسناد موجود دي.

د عظيمي په خبره. دوی بيا هم دغه پېښه څېړي او عاملينو سره به يې له قانو سره سم چلند کېږي.

د بلخ والي زياتوي چې په مزار ښار کې يې پر مجرمينو ساحه تنګه کړې او د هغوی فعاليتونه ټيټې کچې ته رسېدلې دي.

د بلخ اوسېدونکي په داسې مهال په مزارښار کې د جنايي جرمونو د زياتېدو په تړاو اندېښمن دي چې لا هم د بلخ ولايت مقام مخې ته هره ورځ لسګونه کسان د اعتراض په ډول ناست وي او د تښتوونکو له منګولو څخه د نهه کلن عبدالرووف د راخلاصېدو غوښتنه کوي.

Visits: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.