ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۳۴ ‌طالبانو د وژلو ادعا وشوه

ننګرهار کې د ۳۴ ‌طالبانو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
21 Jan 2021 - 19:28
ننګرهار کې د ۳۴ ‌طالبانو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
21 Jan 2021 - 19:28

جلال اباد (پژواک ۲ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت هسکې مېنې او خوږياڼو ولسواليو کې يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پرمهال يې ۳۴ وسله وال طالبان وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۲يمه پژواک اژانس ته وويل، په یادو وسله والو طالبانو کې اته تنه د هسکې مېنې ولسوالۍ تړلې کنډو په سیمه کې نن تر غرمې وړاندې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغه نښته کې یو تن طالب یې له درې میله کلاشینکوفونو سره ژوندی نیول شوی او همدا راز په سیمه کې د څو تنو وسله والو طالبانو جسدونه هم پاتې دي.

د والي وياند همدا راز وايي، د دغې ولسوالۍ په دیوانې سیمه کې د هوایي برید په پایله کې درې وسله وال طالبان له یوې دهشکې او نورو وسلو سره له منځه تللي، همدا راز په دویم برید کې شل تنه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

هغه وويل، په ترسره شویو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ننګرهار د والي وياند دا هم وويل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ خدرخېلو سیمه کې هم نن سهار نهه بجې د هوایي برید په ترڅ کې د تراب په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی یو میل دهشکه او یو میل هاوان هم له منځه تللي دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د وسله والو طالبانو سیمه ییز قوماندان تراب په ګڼ شمېر وسله والو پېښو کې لاس درلود.

وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.