ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي استيناف څارنوالي: ۸۳۳ قضیو ته رسېدنه شوې ده

د دایکنډي استيناف څارنوالي: ۸۳۳ قضیو ته رسېدنه شوې ده

author avatar
23 Jan 2021 - 19:13
د دایکنډي استيناف څارنوالي: ۸۳۳ قضیو ته رسېدنه شوې ده
author avatar
23 Jan 2021 - 19:13

نيلي (پژواک، ٤ سلواغه ٩٩): د دایکنډي سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په روان مالي کې یې ۸۳۳ جنایي قضیې له څېړنو وروسته محکمو ته استولې دي.

د یاد ولایت د استېناف څارنوالۍ رییس شېر حسین سحر له پژواک سره په خبرو کې وویل چې دغه قضیې د اسنادو، مدارکو، شواهدو او د تورنو کسانو پر ضد د اقامې د دعوا پر اساس له څېړنیزو  وروسته محکمو ته استول شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې له دې ټولو قضیو ۴۷۴ هغه یې ابتدایي او ۶۸ نورې یې استېناف محکمو ته لېږل شوې، چې د ۳۶۸ قضیو محاکماتي پړاوونه ترسره شوي دي.

د سرچینې په وینا، په قضیو کې یو شمېر ښکېل کسان پر بند او نغدي جزاوو محکوم شوي دي.

د دایکنډي استېناف محکمې رییس دغه راز وویل چې له ټولو ثبت شوو قضیو، ۱۳۹ یې تر کار لاندې دي چې له څېړنو او صورت دعوا جوړولو وروسته به محکمو ته واستول شي، ۱۱۳ قضیې د لازمو دلایلو نه شتون له امله ساتل شوې او ۱۴ نورې قضیې د کشف پروسې بشپړولو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي.

سحر وویل: «له دغو قضیو ۲۶ یې د قتل، ۵۳ د غلاوو، ۲۵ اخلاقي جرمونه (جنسي تېری، لواطت، زنا)، ۷۶ قضیې د نشه یي توکو جرمونو، ۲۱ د اداري فساد، ۱۷ د ترافیکي جرمونو، ۲۵۵ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او ماشومانو له حقونو سرغړونو او ۳۶۰ هغه یې د نورو جرمونو (وهلو ټکولو، ټپي کولو)، قضیې دي.»

په دې راپور کې د وړاندې شوو شمېرو له مخې، ډېری قضیې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او د  ماشومانو له حقونو د سرغړونو له امله رامنځته شوې دي.

د څارنوالۍ رییس دغه راز څرګنده کړه چې د دغو قضیو په اړه د اجرااتو او ورته د رسېدنې له امله، ۲۹ میلیونه او ۸۷۳ زره او ۵۹۳ افغانۍ د دغه ریاست له خوا د نغدي جزا له امله د دولت قطعي حساب ته استول شوې دي.

دغه راز ۲۱ میله بېلابېله وسله، دوه کړۍ ماینونه، یوه پایه د اوسپنې کشف وسیله، دوه موټر او ۱۰ موټر سایکلونه هم په بېلا بېلو قضیو کې نیول شوي دي.

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.