ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو موټر بم بريد شوى

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو موټر بم بريد شوى

author avatar
26 Jan 2021 - 17:52
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو موټر بم بريد شوى
author avatar
26 Jan 2021 - 17:52

کندهار ښار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩)  د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو موټر بم بريد شوى، خو ترا وسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند ډګرمن خواجه يحيی علوي د سلواغې په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل  چې نن تر غرمې وروسته د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سيمه کې د ملي اردو پر ځواکونو موټر بم بريد شوی .

خو هغه د مرګ ژوبلې په اړه تړاو معلومات نه درلودل.

بلخوا د کندهار د امنيه قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرتيا کې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو ته ويل شوي چې ملي ځواکونو نن د خاصو پراخو عملياتو په لړ کې په ځينو سيمو کې وسله وال مخالفين کلا بند کړي دي.

امنيه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې تر ۴۸ ساعتونو پورې له خپلو کورونو څخه د را وتلو کوښښ ونه کړي، ځکه مخالفين يې د سپر په توګه کاروي او هڅه کوي چې له ملکي خلکو استفاده وکړي.

بلخوا وسله والو طالبانو په ټولنيزو شبکو کې د ارغنداب د موټر بم بريد ويډيو هم خپره کړې، چې يوه درنه چاودنه کېږي، خو په رسمي توګه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

د ارغنداب ولسوالۍ د موټر بم چاودنې غږ د کندهار ښار په ځينو سيمو کې هم اورېدل شوى دى.

Visits: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.