ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی

ولسمشر غني: عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی

author avatar
26 Jan 2021 - 17:07
ولسمشر غني: عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی
author avatar
26 Jan 2021 - 17:07

کابل (پژواک، ۷ سلواغه۹۹): ولسمشر غني وايي، عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی او د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته باید مسلکي کسان جذب شي ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د لويې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست او عدلي او قضایي مرکز مسوولینو سره په کتنه کې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني وویل چې د لويې څارنوالۍ ادارې د رهبري رول د منلو وړ نه دی او په دې برخه کې جدي پوښتنې شته.

دی وايي: “د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست پیاوړي صلاحیتونه لري او باید له هغو څخه استفاده وشي. عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی او باید د نویو پرېکړو او ستراتېژۍ د ترتیب په برخه کې اقدام وشي او د لاسته راوړنو تعریف روښانه شي.”

هغه زیاته کړه چې د فساد قضیې باید په دوامدار ډول تعقیب شي، بېرته په شا باید ونه ګرځي او عدلي او قضایي مرکز دې وارزول شي.

د هغه په وینا، د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته باید مسلکي کسان جذب او عدلي او قضایي مرکز دې پاک شي، ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی او په اداري فساد ککړ او بدنام کسان باید ونیول شي.

په دغه کتنه کې د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې رییس عبدالرازق احمدزي وویل چې دغه ریاست پخوا یو ځواکمن بنسټ و او تکړه کادرونه یې لرل، خو متاسفانه  دغو کادرونو خپلې دندې پرېښې او کوم کارکوونکي چې په دې برخه کې کار کوي، لازم تخصص نه لري او له غاصبینو او مجرمانو سره همکار دي.

دی وايي: “دغه ریاست له خپل مسیر منحرف شوی او د بیا جهت ورکولو په خاطر باید مسلکي او متخصص کادرونه په کې ځای پر ځای او لازم امکانات په واک کې ورکول شي، همداراز دې لويه څارنوالي او عدلي او قضایي مرکز ورسره همکاري وکړي.”

غونډې ته د عدلي او قضايي مرکز رئیس فضل سبحان صافي وویل چې تر اوسه یې ۱۱ معینان، ۲۶ جنرالان، ۷۶ ډګروالان او افسران، ۱۰ کمېشنران، ۳ والیان، ۵ ښاروالان، ۲ رئیسان او ۵ تنه د ولایتي شورا غړي محاکمه کړي چې میلیونونه افغانۍ يې ترې ترلاسه کړې دي.

Views: 402

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.