ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو قوماندان: دوه مياشتې کيږي ټپي شوى يم خو حکومت مې درملنه نه کوي

د پوليسو قوماندان: دوه مياشتې کيږي ټپي شوى يم خو حکومت مې درملنه نه کوي

author avatar
27 Jan 2021 - 16:03
د پوليسو قوماندان: دوه مياشتې کيږي ټپي شوى يم خو حکومت مې درملنه نه کوي
author avatar
27 Jan 2021 - 16:03

ښرنه (پژواک، ٨ سلواغه ٩٩): پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان چې د روانې جګړې په لړ کې يې د کورنۍ ١٨ غړي له لاسه ورکړي وايي، دوه مياشتې مخکې د جګړې پرمهال ټپي شوى، خپله پېسې نه لري او حکومت يې هم درملنه نه کوي.

دغه کس دويم ساتمن عبدالشکور نوميږي چې د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په توګه دنده په غاړه درلوده.

هغه وايي چې له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي او له ډول ډول ستونزو سره مخ شوى دى.

ده زياته کړه: ((په همدې موده کې د روانې جګړې له امله مې د وروڼو، ورېرونو، ماشومانو او د کورنۍ د نورو غړو په ګډون ١٨ تنه له لاسه ورکړي او دا ټوله قرباني مو د نظام د بقا لپاره ورکړې ده.))

ساتنمن عبدالشکور زياتوي چې دوه مياشتې وړاندې د يوسف خېلو ولسوالۍ په مشخېلو سيمه کې د طالبانو له يوه کمين سره مخ شو چې له امله يې سخت ټپي شو.

هغه وايي چې په لاسونو او پښو ټپي شوى او ډاکټرانو ورته ويلي دي چې د درملنې لپاره بايد له هېواده بهر ولاړ شي.

ده وويل: ((زه له طالب نه شرمېږم، راته زنګ وهي وايي چې د حکومت وفا دې دومره وه چې په کور پروت يې او درملنه دې نه کوي، خپل کلي ته راشه او تسليم شه، خو زه دا کار کله هم نه کوم.))

د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان وايي چې له شلو ډېر يتيمان ورته پاتې دي، خپله هم روغ نه دى او له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دى.

ده له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې د درملنې او اقتصادي ستونزو د حل لپاره يې مرسته ورسره وکړي.

د ياد قوماندان د کورنۍ غړي اسلام شاه پژواک ته وويل چې عبدالشکور سختې قربانۍ ورکړي خو حکومت ورته پاملرنه نه کوي.

د همدې قوماندان همسنګر جليل پژواک ته وويل چې عبدالشکور په سخت بد حالت کې شپې ورځې تېروي.

دى وايي: ((له يوې خوا يې اقتصادي ستونزې ځوروي او بل پلوه ورته کونډې، يتيمان او نور پراته دي او خپله هم سخت ټپي دى چې درملنه يې په هېواد کې شونې نه ده.))

په دې اړه د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې د ياد قوماندان په ستونزو خبر دى، هڅه کوي چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

ده وويل: ((په پلان کې ده چې عبدالشکور د درملنې لپاره هندوستان هېواد ته واستوو او ځينې نورې مرستې هم ورسره وکړو.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر سرتېرو پژواک ته شکايتونه کړي چې له قرباني ورکولو وروسته حکومت د دوى او يا هم د کورنۍ د غړو پوښتنه يې نه کوي.

Visits: 581

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.