Language

د افغانستان د خوړو او درملو ملي نوې اداره جوړه شوه

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۹): د ولسمشرۍ د حکم په اساس د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره جوړه او ابراهيم شینواری يې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس، د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره رامنځته شوه او له دې وروسته به د مستقل بوديجوي واحد په توګه فعاليت کوي.

سرچينه زياتوي، په دغه فرمان کې راغلي چې ډاکټر محمد ابراهيم شينواری په خارج رتبه بست کې د دې ادارې د لوی رئیس په توګه ګومارل شوی دی.

ډاکټر شینواري تردې مخکې د پوهنې وزارت مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.