ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې اووه کسان د هدفي وژنو او ماین ایښودو په تور ونيول شول

اروزګان کې اووه کسان د هدفي وژنو او ماین ایښودو په تور ونيول شول

author avatar
30 Jan 2021 - 17:35
اروزګان کې اووه کسان د هدفي وژنو او ماین ایښودو په تور ونيول شول
author avatar
30 Jan 2021 - 17:35

ترینکوټ ( پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): د اروزګان والي وايي، اووه هغه کسان چې په هدفي وژنو او ماین ایښودنو کې يې لاس درلود، د بېلا بېلو عملیاتو پرمهال د ملي امنيت له خوا نيول شوي دي.

دغه کسان، نن (شنبه) خبريالانو ته ور وښودل شول.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وويل، دغو کسانو په ښار کې د هدفي وژنو او ماین ایښودلو مسوولیت درلود چې زیاتره قربانيان يې ولسي خلک وو.

ده زياته کړه، له نيول شويو کسانو شپږ ماينونه، ريموټ کنټرولونه او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي له کشفي ارګانونونه مننه وکړه چې د دې کسانو په نيولو کې بې له ځنډه لاس په کار شول او هيله يې وښوده چې دغې لړۍ ته دوام ورکړي.

د اروزګان والي وايي، وسله وال طالبان نه يواځې د سولې برخه کې پرمختګ ته زړه نه ښه کوي، بلکې په ښارونو کې په خپلو بريدونو سره ۹۵ سلنه ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.