ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي

نیمروز کې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي

author avatar
31 Jan 2021 - 12:14
نیمروز کې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي
author avatar
31 Jan 2021 - 12:14

زرنج (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٩): د نیمروز امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د شاوخوا ٢٤٠ کیلوګرامه نشه یي توکو ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

د نیمروز امنیې قوماندانی مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې دغه نشه یي توکي پرون ماښام د دغه ولایت له نشه یي توکو سره مبارزې مدیریت منسوبینو له خوا د کنګ ولسوالۍ د سیاه چشمان کلي په سرشېله سیمه کې د یوه کرولا موټر تلاشۍ پر مهال نیول شوي دي.

د سرچینی معلوماتو له مخې، د خوست نمبر پلېټ لرونکی دغه کرولا موټر کې ۸۳ کیلوګرامه شیشه، ۱۱۰ کیلوګرامه تریاک، ۱۳ کیلوګرام هیرویین او ۲۱ کیلوګرام کریستال په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو.

د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د دې پېښې په تړاو یې څوک نه دي نیولي.

Visits: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.