ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ٦٨ سړې خونې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په خوست کې ٦٨ سړې خونې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
1 Feb 2021 - 13:49
په خوست کې ٦٨ سړې خونې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
1 Feb 2021 - 13:49

خوست ښار (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹): خوست کې د څه باندې ۳۷ ميليونه افغانيو په لګښت د پيازو او کچالو د زېرمه کولو په موخه ۶۸ سړې خونې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ولايتي چارواکو په وينا، په دغو سړو خونو کې ۴۹ د کچالو او ۱۹ د پيازو دي، چې ددغه ولايت په مرکز او شپږو ولسواليو کې د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې جوړې شوې دي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنيرحفيظ الله شاه نوري د دغو سړو خونو د پرانېستې پرمهال وويل، هره سړه خونه د ۱۵ ټنه کچالو او پيازو د ځايولو ظرفيت لري، چې د شپږو مياشتو لپاره په کې ساتل کيږي.

هغه وايي، د دوی داحصايې له مخې، تېر کال يې يو زرو او پنځوس ټنه د پيازو او کچالو توليد درلوده، خو سږ کال ښايي دا کچه تر درې نيم زره ټنو پورې ورسيږي.

ده زياته کړه: ((موږ هغه دهقان ته دا پروژې ورکړې چې د درېيو نه تر پنځو جريبو پورې يې پياز هر کال کرل او ددې په خوا کې تعهد يې دا و چې په راتلونکي کال کې به لس او دوولس جريبه پياز او کچالو کري. سبزيجاتو ته موږ ډېره اړتيا لرو، خوست کې کله چې زموږ حاصل دلته رسيږي، په ډېره ارزانه بيه لوګر، پکتيا ولايت او پاکستان ته ځي، ددې سړو خونو په جوړولو سره به دا دلته ذخيره کيږي او د اړتيا په وخت کې به بازار ته عرضه کيږي.))

ورته مهال د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي بيا د يادو سړو خونو د پرانېستې پرمهال پژواک اژانس ته وويل هڅه يې دا ده چې د کرنې د پراختيا په موخه د دغه ولايت کروندګرو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.

ده زياته کړه، چې راتلونکي کال کې به تر سلو ډېرې نورې سړې خونې هم د دغه ولايت په مختلفو ولسواليو کې جوړې شي.

هغه وايي: ((دا دوه ګټې لري، يو ګټه دا ده چې د دهقان حال نه خرابيږي او په وخت زمان بازار او کورنيو ته عرضه کيږي، دويمه ګټه يې دا ده چې دغه محصول به پاکستان ته تللو او بېرته به راته،دوه چند به په موږ خرڅېده، د ټولو کورنيو لپاره تاوان و، اوس له هغه تاوان څخه کورنۍ خلاصې شوې.))

بل خوا د فيض محمد عاطف په نوم يو تن کروندګر وايي چې دغو سړو خونو جوړولو ته ډېره اړتيا وه، ځکه مخکې دوی د کچالو او پيازو حاصلاتو د ساتلو لپاره ځای نه درلود.

دی زياتوي: ((که موږ فکر وکړو سړې خونې خو ځکه ضرور دي چې مخکې به موږ کچالو وکړل نو په شل او دېرش روپۍ به مو من خرڅولو او دوه درې مياشتې به چې وتلې هغه به ټول خراب شول، اوس به موږ په ښه قيمت سره کچالو هم خرڅ کړو او دوام به هم په کې وکړي،د يو څه اندازې لپاره به دا کچالو ساتل شوي وي، د درېيو او شپږو مياشتو لپاره او په ښه بيه به بازار ته عرضه شي.))

د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د مسوولينو په وينا، د مرکز په ګډون ګربز، تڼي، اسماعيل خېل مندوزي، صبري يعقوبي، عليشېر او باک هغه شپږ ولسوالۍ دي چې د کچالو او پيازو يادې سړې خونې په کې جوړې شوې دي.

Visits: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.